شاته

پامپيو: ايران د افغانستان د سولې پروسه کمزورې کوي

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي ايران د افغانستان د سولې پروسې د کمزوري کولو لپاره فعالانه عمل کوي.

مايک پامپيو د سې شنبې په ورځ (د جنورۍ ٧مه) په واشنګټن کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل، ايران دغه راز په افغانستان کې له وسلوالو طالبانو او نورو افراطي ډلو سره ارتباط لري.

که څه هم ښاغلي پامپيو په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو د وينا ډېره برخه يې د ايران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سليماني د وژل کېدو په اړه وه.

سليماني تېره جمعه د ايران د ګاونډي هېواد عراق د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير هغه راپورونه بې اساسه وبلل چې په کې ويل شوي، قاسم سليماني عراق ته په يوه ډيپلوماتيک ماموريت ورغلى و.

تر دې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي وو، چې سليماني په دغسې يوه ماموريت بغداد ته تللى و، چې ووژل شو.

خاورو ته د قاسم سليماني د مړي سپارل وځنډول شول.

د دغو مراسمو پر مهال په ټېل ماټېل کې په سلګونو کسان تر پښو لاندې شول.

په دې لړ کې د سې شنبې تر ماښامه د مړو شمېر تر ٥٠ زيات او د ټپيانو تر ٢٥٠ زيات ښوول شوى و.