شاته

قطر ته د خلیلزاد سفر؛ د سولې شورا چارواکي د سولې هوکړې لاسلیکېدو ته هیله مند دي

د افغانستان د سولې عالي شورا وایی، قطر ته د زلمی خلیل زاد تازه سفر به د سولې د هوکړې لاسلیکولو ته زمینه برابره کړي.

دوحې ته د ښاغلي خلیل زاد تازه سفر د افغانستان د سولې په عالي شورا کې هم دا ذهنیت پیاوړی کړی چې ممکن دا ځل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ده د معلوماتو پر بنسټ طالبان د جګړې او تاوتریخوالي له کمولو سره توافق کوي.

ښاغلي دین محمد وویل: "د تاوتریخوالي کموالی د سولې د هوکړې لاسلیک او دغه راز بین الافغاني مذاکراتو ته لاره خلاصوي. څومره چې زه پوهیږم، د اوربند رسمي اعلان به طالبانو ته ګرانه خبره وي، خو د تاوتریخوالي د کموالي خبره به ومني."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایی، د افغانستان دولت هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهایی شي او کومه هوکړه چې ترلاسه کیږي د افغانستان د ملي ګټو او د خلکو د غوښتنو خلاف نه وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دوه ورځې مخکې له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته لاړ.

که څه هم ځینې راپورونه وایي چې ښاغلي خلیل زاد د طالبانو د مشر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره غیر رسمي خبرې کړي، خو لا تراوسه د دواړو خواوو د خبرو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

امریکا تردې وړانډې له طالبانو غوښتي وو چې د سولې د هوکړې له لاسلیک کولو مخکې اوربند ومني.

په قطر کې د طالبانو استازو په دې اړه له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړي خو جزییات یې لا نه دي په ډاګه کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد داوود کلکاني وایي، ممکن دا ځل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلي کلکاني زیاته کړه: "زما په باور د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره به زمینه برابره شي. که چېرې د سولې هوکړه لاسلیک شي ورپسې په بین الافغاني خبرې هم پیل شي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره د زلمي زاد د خبرو په اړه مو د قطر دفتر د ویاند د نظر اخیستو هڅه هم وکړه خو کوم ځواب مو ترلاسه نه کړ.

امریکايي چارواکو او طالب استازو د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر له میاشتې تر اوسه لس پړاوه خبرې کړي چې یوځل په عربی متحده عربي اماراتو کې او ۹ ځلې په قطر کې ترسره شوي.