شاته

د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي چارواکو د ټاکنو کمېسیون سیسټم ته لاسرسی وموند

د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو مسئولانو ته هم د اړوند ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون معلوماتي سیسټم ته لاسرسی ورکړل شو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، له څو ځلې غوښتنې وروسته ددوی همکارانو دغه اجازه تېره شپه ترلاسه کړه او اوس کولی شي د ولایتونو ټاکنیز معلومات وګوري.

د دې کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار د دوشنبې په ورځ وویل، د ځینو شکایتونو د څېړلو لپاره اړتیا وه د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي دفترونو مسئولان دغو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

ښاغلي رویدار همدا ډول په ولایتونو کې د شکایتونو څېړنې ته په اشارې وویل، په پنځو ولایتونو کې د دوی کار مخ په بشپړېدو دی.

"پنځو ولایتونو کې نن پرېکړه کېږي او ټول کارونه یې پای ته رسېږي. دا ولایتونه جوزجان، پنجشېر، بامیان، بادغېس او پروان دي او دا بهیر به روان وي."

ښاغلی رویدار که څه هم په دې پنځو ولایتونو کې د پرېکړو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، هغوی چې د دې پرېکړو په اړه نیوکه لري، کولای شي چې د استیناف غوښتنه وکړي.

پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا ولایتي یوزرونو ته لاس‌رسی به د شکایتونو د څېړلو په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید وايي، په دې کار سره ولایتي کمېسیونونه کولای شي شکایتونو ته په کتو سیسټم هم وڅېړي.

"دا کار به مرسته وکړي چې ولایتي کمېسیونونه کره معلوماتو ته لاس‌رسی پیدا کړي، د همدې محاسبې له مخې شکایتونو ته رسېدنه وکړي او همدا ډول له قضایاوو سره تخصصي چلند وکړي. همدا ډول هغه عیبونه چې په دې برخه کې معلوماتو ته د نه لاس‌‌رسي په برخه کې موجود وو، له‌منځه ځي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اوس‌مهال د هغو ۶۵ سلنه شکایتونو په څېړلو بوخت دی چې د دې کمېسیون له قوله مستند دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د شکایتونو څېړنه به د رایو په برخلیک اغېز ولري، خو دا نه روښانوي چې دا اغېز به تر کومې کچې وي.