شاته

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو ٪۲۶ شکایتونه بې اعتباره بللي

ازادي راډیو ته د رسېدلي سند پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره د ثبت شویو ۱۶۵۰۰ شکایتونو له ډلې، تر طبقه بندۍ وروسته، ۱۲۱۹۶ معتبر ګڼل شوي دي.

ازادي راډیو ته د یوې معتبرې رسمي سرچینې له‌خوا په ورکړل شوي سند کې ښکاري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو له تصفیه بندۍ وروسته، ۴۳۰۴ شکایتونه بې اعتباره کړي دي.

دا سند ښيي چې د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو ډلو تقریبا نیمايي او د محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم نږدې ۱۰۰۰ شکایتونه بې اعتباره شمېرل شوي دي.

که څه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې ۸ زره شکایتونه ثبت کړي و، خو له تصنیف بندۍ وروسته یې یوازې ۴۳۵۱ شکایتونه معتبر ګڼل شوي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم چې نږدې ۴ زره شکایتونه یې ثبت کړي و، ۲۸۶۰ شکایتونه یې معتبر شمېرل شوي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم چې مشري یې ګلبدین حکمتیار کوي، نږدې څلور نیم زره شکایتونه ثبت کړي و، خو کمېسیون یې یوازې ۲۴۵۸ شکایتونو ته اعتبار ورکړی دی. همدا ډول د رحمت الله نبیل د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم له ۱۵ ثبت شویو شکایتونو څخه یوازې ۱ معتبر شمېرل شوی دی.

دا سند ښيي چې تر ټولو ډېر ټاکنیز شکایتونه په ننګرهار ولایت پورې اړوند دي چې شمېر یې ۲۲۸۳ ته رسېږي. کابل په دویم مقام کې دی او په کې د بااعتباره شکایتونو شمېر ۲۲۰۱ ښودل شوی دی او په درېیمه درجه کې پکتیا ولایت دی چې په کې ۱۲۸۳ شکایتونه معتبر ګڼل شوي دي.

خو خوست، غور، دایکندي، هلمند او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې هیڅ یو شکایت په کې معتبر نه دی ګڼل شوی، مګر جوزجان یوازینی ولایت دی چې ۴ شکایتونه په کې معتبر شمېرل شوي دي.

ازادي راډیو ته د رسېدلې سند پر بنسټ، په معتبرو شکایتونو کې تر ټولو ډېر شمېر د ټاکنیزو جرایمو اړوند قضیو دی چې تعداد یې ۲۹۷۷ ته رسېږي. د ټاکنیزو تخلفاتو شمېر ۲۶۵۱ او ټاکنیزې تخطۍ بیا ۱۲۱۹ ښودل شوي دي.

په دې سند کې همدا ډول ډېر شمېر شکایتونو ته په لومړۍ ګټګورۍ کې ځای ورکړل شوی دی چې شمېر یې ۶۷۷۰ ته رسېږي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د ارزولو بهیر پیل دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د طرزالعمل له مخې، د دې کمېسیون ولایتي دفترونه باید تر راتلوونکو ۶ ورځو خپله پرېکړه ورکړي، خو یوه اندېښنه پر دې ده چې شاید ثبت شویو شکایتونو ته په کتو په ځینو ولایتونو دا بهیر په خپل وخت بشپړ نه شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید وايي، د معتبرو شکایتونو شمېر ته په کتو کېدای شي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون و نه توانېږي، دا بهیر په خپل وخت پای ته ورسوي.

ښاغلي رشید وویل: "که چېرې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کارونه په ولایتونو کې غځول کېږي، باید یوه قانوني لار ورته پیدا کړي. دویم بحث د ټاکنیزو جرایمو دی، زه نه پوهېږم چې جرایم په کومو برخو کې دي، خو شمېر یې ډېر دی او کېدای شي اړتیا وه چې دا جرایم عدلي او قضايي آرګانونو ته راجع شي چې بیا به زیات وخت ونیسي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دوی به د راتلوونکې اوونۍ په لومړیو کې روښانه کړي چې په کومو ولایتونو کې دا پروسه په خپل ټاکلي وخت نه شي بشپړېدای.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د ثبت له ورځې تر پایه، ۴۰ ورځې وخت لري چې دا بهیر بشپړ کړي، خو دا چې دا کمېسیون به په خپل وخت د کارونو په بشپړېدو کې بریالی شي او که نه، تر اوسه ورته روښانه ځواب نه شته.