شاته

آیا په مکه کې به د سوریایاتو دوعا قبوله شي؟

هغه سوریایان چې په یوه محاصره شوي ښار کې ایساردي، او هغه چې بې ځایه شوي دي، ټولو هڅه کوله چې سږکال حج ته لاړشی. هغه سوریایان چی حج ته تللی دي، د سپتمبر په یوولسمه يي په سوریه کې د امن کیدو دوعاوې وکړې.

ډېر سوریایان د عرفات په ورځ په جبل الرحمه ساحه کې راټول شوو او دوعاګانې کولې چې خدای تعالی دهغوئ سوالونه قبول کړي او په سوریې کې پنځه کلنه کورنۍ جگړه پایته ورسیږي.

یوه ترکي ښځه د حرا غره کې لاس په دوعا ده

یوه ترکي ښځه د حرا غره کې لاس په دوعا ده

د ام طارق په نوم یوې سوري مهاجرې چې په ترکیه کې اوسیږي وویل چې خپلوانو یي دېته وهڅوله چې د عرفی په ورځ سورېې ته دوعا وکړي. ام طارق وایي"الحمد الله چې ستونزې نه وي او هیله منده یم چی هر مسلمانان ېې وکړلی شي. الله مو وبخښه او په سورېې کې شخړې پایته ورسوه الله له موږ سره مرسته وکړه او پر موږ رحم وکړه، الله دې هغوئ متحد کړي او بری دی ورپه برخه کړي."

عرفات مکې معظمې ته نژدې دی، هغه سوریایان چی هلته راټول شوي دي په خپل هیواد کې د سولې لپاره دوعاوې کوي. پدې کسانو کې یو تن فدیه اعواد نومیږي. هغې ویل "موږ د عرفات په غونډې ودریدلو؛ زموږ خپلوانو زما اولادونو ماته وویل چی په سورېې کې زندانیان په دوعا کې هیر نکړي. دا ډېره مهمه ده چې زه دلته راغلم او د سورېې لپاره دوعا وکړم موږ هیڅ نه غواړو الله دې موږ ته خپله خاوره راکړي."

د عرفات ورځ چې د حج د مراسمو ډېره مهمه ورځ گڼل کیږي، د نړۍ د مختلفو هیوادونو نارینه، ښځې اوماشومان چی په مختلفو ژبو خبرې کوي په گډه دوعا کوي، دا ځل ډېرو مسلمانانو د سولې لپاره دوعا کوله. یو یمني حاجي حمدي الاحدال غوښتل چې د یمن، سوریې، عراق او نورو کړول شوو مسلمانانو لپاره دوعا وکړي او الله ورته بری ورکړي.

په مینا کې هم تقریبا ۱۶۰ زره خیمې وهل شوې وې چې حاجیان پکې شپې تیرې کړي، ترهغی وروسته هغوئ د عرفات په لورځي. عرفات د مکې ختیځ ته په شل کیلومترۍ کې پروت دی. دا د حج ډېره مهمه ورځ ده.

سعودي امنیتي ادارو د حج د روانو مراسمو د څارنې په هدف د ډرون یا بی پیلوټه الوتکو کار اخستی. اوس نژدې دوه میلیونه خلک د حج د فریضې اداکولو په وخت کې نن د عرفات غوڼډۍ ته پورته شوي وو، ځنو يي د پورته ختو ځکه ډډه وکړه چې د تیرکال د مرګونې پیښه تکرار نشي.

سعودي دا ډول ډرون په یمن جګړې کې هم کارولی

سعودي دا ډول ډرون په یمن جګړې کې هم کارولی

تیرکال د مسلمانانو په دا ډول لویو کلنیو مذهبي مراسمو کې د اول ځل لپاره داسی مرګونې پیښه وشوه چې د سعودي په وینا نژدې اته سوه حاجیان پکې مړه شوو. خو ځنی نورو هیوادونو دا شمیره ډیره پورته، یعنې تر دوه زره مړي یي وښودل چې تر څلور سوه ډير یي ایرانیان وو.

په لسګونو زره کسان د عرفات په ورځ هغې غونډې ته خیژي چی د جبل الرحمه په نامه یادیږي. د اسلام پیغمبر حضرت محمد خپله وروستۍ خطبه چی د "حج الوداع" په نامه یادیږي همدلته ویلې وه. په دغه خطبه کې د برابرۍ او مسلمانانو د اتحاد لپاره غږ شوی و.

د حج الوداع په خطبه کې د ښځو د حقوقو یادونه هم شوې وه او داهم ویل شوي وو چی دهرمسلمان ژوند اومال له تیري نه مصون او خوندي دی.

د سورېې کورنۍ جگړه چی په یوه سوله ئیزه مظاهره د حکومت خلاف په 2011 کال کې پیل شوې وه، تراوسه پکې ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي او یوولس ملیونه بی ځایه شوي دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.