د ترکیي ناکامه کودتا: د نیول شویو کسانو شمير ۶۰۰۰ ته ورسېد
رسنیو د ترکیې د عدلیې وزیر له قوله راپور ورکړی چې تر ناکامې کودتا وروسته د نیول شویو کسانو شمېر ۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د ترکیې عدلیې وزیر بکر بزداغ ویلي، د پوځي ځواکونو او قضا تصفیه روانه ده او د نیول شویو کسانو شمېر به تردې هم ډېر شي.
ددغو کسانو نیولو ته په غبرګون کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې د کودتا ناکامي په دې معنا نه ده چې رجب طیب اردوغان د خپلو مخالفینو د تصفیې لپاره "سپین چک" لري.
جان مارک ایرو وویل، د دوشنبې په ورځ بروکسل کې د اروپایي ټولنې په ناسته کې به پر دې خبرې ټینګار وشي چې ترکیه باید ځان د اروپایي دیموکراسۍ له اصولو سره برابره کړي.
نن یکشنبې (جولای ۱۷مه) د ترکیې په لویدیځ دنیزلي ولایت کې له ۵۰ ډېر لوړپوړي پوځیان ونیول شو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ښاغلي اردوغان سره پر ټېلفون خبرې کړي او د کودتا هڅې د غندلو ترڅنګ هیله ښوولې چې ترکیه هرڅه ژر بېرته خپل ټیکاو ترلاسه کړي.
د شنبې په ورځ وروسته له هغه چې د ترکیې دولت د حالاتو کنټرول خپل کړ، نژدې ۳۰۰۰ سرتېري ونیول شول او د نژدې ۲۷۰۰ قاضیانو دندې وځنډول شوې.
د راپورونو له مخې د ترکیې ځینې جنرالان هم د نیول شویو کسانو په ډله کې دي.
د ترکیې د شنبې شپې ناکامې کودتا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۶۵ کسانو ته رسېدلی چې تر ډېره ملکي وګړي دي.
نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان استانبول کې د ځینو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی.
د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدیریم د کودتا دا طرحه "د ترکیې پر دیموکراسۍ تور ننګین داغ" بللی دی.
د جمعې په ماښام په استانبول او انقره کې د چاودنو له غږونو، ډزو او په ټیټه ارتفاع کې د چورلکو ټیټو الوتنو په پام خبریالانو د غیر عادي وضعیت خبره کوله.
په استانبول او نورو ښارونو کې په لوی شمېر خلک لارو ته راوتلي او د دولت په ملاتړ او د هغو کسانو پرضد شعار ورکوي چې د شنبې په شپه یې پر دولت د کودتا هڅه وکړه.
ولسمشر او د د ترکیې دولت کابینې له خلکو غوښتي و چې "له دیموکراسي دفاع" لپاره لاریون وکړي.