سعودي په فارسي ژبه نوې ټلویزیوني خپرونه پیل کړه
سعودي عربستان له ایران سره د حج د کلني مراسمو پر سر د راپورته شوي کړکیچ په ترڅ کې د سټلایټ له لارې په فارسي ژبه نوې ټلویزیوني خپرونه پیل کړه چې د هغې له لارې به د حج مراسم ښيي.
دغه ۲۴ ساعته ټلویزیون به د حج د ټولو مراسمو او هم په مکه کې له لوی جومات څخه د عبادت راپورونه خپروي.
د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي چې دغه په فارسي ژبه ټلویزیونې خپرونې به په نړۍ کی شاوخوا ۱۳۰ مdلیونه کسان ګوري.