شاته

عبدالله: نه پرېږدو چې بیا د درغلیو پر بنسټ حکومت جوړ شي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي، هېڅکله به پرېنږدي چې بیا د درغلیو پر بنسټ حکومت رامنځته شي.

د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې مشر د پنج‌شنبې په ورځ د پنځو سیاسي ګوندونو په ناسته کې ټینګار وکړ چې د خلکو له یوې یوې رایې به دفاع وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل، د ټاکنیزو درغلیو خلاف یوه پیاوړې ډله رامنځته شوې چې له سیاسي ګوندونو جوړه ده او دده په وینا هېڅکله به داسې حکومت ته اجازه ورنکړي چې د درغلیو پر بنیاد جوړ شي.

نوموړي وویل: "ډاډ ورکوم چې د خلکو له رایو به ساتنه وکړم، ټولنیز عدالت به تامین شي. زموږ او ستاسې، د ملي یووالي د ټینګښت او خلکو پروړاندې توطیه روانه ده. موږ ورته متوجه یوو. له یوه داسې ټیم سره مخامخ یوو چې دوه صفتونه لري. درواغ یې د کار اساس دی او بله درغلي."

د پنج‌شنبې ورځې ناسته د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، د خلکو حرکت اسلامي افغانستان، وحدت اسلامي او د جنبش ملي ګوندونو له‌خوا جوړه شوې وه .

دغو ګوندونو د ښاغلي عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره یوځای د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکو ته وویل چې دوه لارې یې په مخ کې دي، یو د ډیموکراسۍ ښخول او بل د خلکو رأیو ته درناوی.

ښاغلي خلیلي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه وغوښتل چې د خلکو د رایو درناوی وکړي او شکایتونه په بې طرفۍ وڅېړي.
ښاغلي خلیلي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه وغوښتل چې د خلکو د رایو درناوی وکړي او شکایتونه په بې طرفۍ وڅېړي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار چې د ولسمشرۍ نوماند هم دی، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه وغوښتل چې د خلکو د رایو درناوی وکړي او شکایتونه په بې طرفۍ وڅېړي.

ددغو ګوندونو مشرانو د ټاکنو پر کمېسیون تور پورې کړ چې په درغلیو یې یوه انتخاباتي ډله د ټاکنو ګټونکې اعلان کړه.

ښاغلي خلیلي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لخوا د شکایتونو ارزونې ته په تمه دي او اجازه به ور نه کړي چې دا کمېسیون د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر لاره ولاړ شي.

"دلته ټول ګوندونه همغږي دي. د درغلیو پر وړاندې درېږو. مبارزه کوو او اجازه نه ورکوو چې درغلي راباندي حکومت وکړي. په هېواد کې باید ناهیلیو ته لاره ور نه کړو، تاسې باید د مایوسۍ احساس و نه کړئ. هغوی باید د شرم احساس وکړي چې یو میلیون رایې یې باطلې شوي دي. "

ښاغلي حکمتیار وویل، هغه حکومت مني چې د خلکو رایو ته د درناوي په اساس جوړشوی وي، نه د درغلیو له لارې.
ښاغلي حکمتیار وویل، هغه حکومت مني چې د خلکو رایو ته د درناوي په اساس جوړشوی وي، نه د درغلیو له لارې.

ښاغلي حکمتیار دغې ناستې ته په وینا کې وویل، هغه حکومت مني چې د خلکو رایو ته د درناوي په اساس جوړشوی وي، نه د درغلیو له لارې.

خو بلخوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د سیاسي ګوندونو ایتلاف په یوه بله ناسته کې د محمداشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ډلې د ملاتړ په خاطر د انتخاباتو کمېسیون له خوا د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ او له یاد کمېسیون نه يې وغوښتل چې عدالت تامین کړي.

د دې ایتلاف رییس شاه محمود پوپل وویل: "له نیکه مرغه کوم مسوولیت چې کمېسیون درلود ادا یې کړ. موږ ترې مننه کوو، خو غوښتنه مو داده چې زموږ د ارزونې له مخې په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ فیصده ډېرې رایې لرو، خو له بده مرغه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورته پام نه دی کړی. دا چې لامل یې څه دی، له کمېسیون نه غواړو چې په وروستي پړاو کې عدالت تامین کړی."

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، ټول کارونه به له قانون او کړنلارو سره سم پرمخ بوځي او د هیڅ لورې تر اغیز لاندې به را نه شي .

دې کمېسیون د پنج‌شنبې په ورځ د شکایتونو تصنیف بندي او ارزونه په ولایتونو کې پیل کړه.