شاته

د نورستان کانونه په ناقانونه ډول کېندل کیږي

د نورستان په کچه د قیمتي ډبرو له سروې شویو کانونو نه ۴۴۸ یې هغه دي، چې د ناقانونه کېندنو له کبله یې یوه ټنګه هم د دولت خزانې ته نه ورځي.

چارواکي وايي ددغه ولایت په کانونو کې د یاقوتو او زمرودو داسې کاڼي هم راوتلي چې یو دانه یې د پاکستان بازارونو کې تر دریو ملیون افغانیو خرڅېږي.

د نورستان اوسېدونکي وايي حکومت باید د دغو قیمتي زېرمو د تالا کېدو مخه ونه نیسي. د مرکز پارون اوسېدونکی ثاقب وايي"یوازې د تیتین ساحه کې وګوره د زمردو کانونه دي او حکومت ترې بیخي ځان نه خبروي. بس تالان دی روان دی."

خو د نورستان د کانونو رییس عاشق الله همکار وايي په دغه ولایت کې یې ۴۴۸ هغه کانونه ثبت کړي چې خلک پکې خپل سرې کېدونې کوي، ځکه په دغو سیمو کې حکومت کنترول نلري.

نوموړی وايي د یو شمېر کانونو د قانوني کېندنو لپاره یې سروې پییل کړې او د وزارت تر منظورۍ وروسته به د یوې مقررې او قرارداد له مخې قیمتي کاڼي راویستل کېږي.

هغه وايي "په نورستان کې مونږ ۴۴۸ کانونه ثبت کړي چې ناقانونه کار پکې کېږي، مونږ اوس یوه پروسه شروع کړې ده چې له مخې یې کانونه په قانونې بڼه راسپړو او وزارت ته مو دغه طرحه لېږلې چې یو شمېر ثبت شوي کانونه باید په قانوني توګه وویستل شي".

خو لویه ستونزه په هغو سیمو کې ده چې د حکومت ورتلل د سرونو سره لوبې کول ګڼل کېږي. قومي مشر او د ولایتي شورا پخوانی استازی حاجي داد محمد وايي"حکومت خپل ځانونه نه شي ساتلی نو کانونه به څه وساتي. باید سم خلک راولېږل شي چې دا ملي سرمایه له تالانه خوندي شي."

خو د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي وايي له حکومتي کنټروله په وتلو ساحو کې هم د کانونو لپاره یې طرحه جوړه کړې او په پلي کېدا سره یې کېدای شي ټولې کېندنې قانوني بڼه غوره کړي.

نوموړی وايي "مونږ په ټولو برخو کې یوه طرحه جوړه کړې او ژر به عملي شي چې د غېر قانوني کېندنو مخه ونیسو".

د نورستان خلکو ویلي چې د بهرنیو ادارو د مرستو کمېدل او بې کاري هغه څه دي چې له کبله یې اکثرو خلکو د کانونو په ناقانونه کېندونو لاس پوری کړی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د قیمتي ډبرو ټولنې ویلي چې له ختیځ زون نه هر کال لږ تر لږه د یو ملیون ډالرو قیمتي کاڼي یوازې پاکستان ته قاچاق کېږي.

له نوروستان سره سره په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د قیمتي ډبرو ناقانونه کېدونې په درز روانې دي. د ډېرو باور دادی چې که حکومت د امنیتي حالاتو په سمون او کانونو د قانوني کېدا لپاره هڅې ونه کړي نو د ناقانونه کېدونکو او چاقاق مخنیوی له امکانه وتلی خبره ده .