شاته

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو په تړاو تر ۶۰۰۰ ډېر شکایتونه ثبت شوي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو په تړاو د شکایتونو ثبتولو په دویمه ورځ، د ټاکنیزو ډلو له خوا د ټاکنو په کمېسیون کې د ثبتو شویو شکایتونو شمېر تر شپږو زرو واوښت.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار وايي، نن تر غرمې شاوخوا ۲۰۰۰ شکایتونه ثبت شول.

ښاغلي رویدار وویل، سبا چې ددغې پروسې وروستۍ ورځ ده، ښايي زرګونه نور شکایتونه هم ثبت شي.

هغه وویل: "د نن ورځې تر دوه بجو د څلورو ټاکنیزو ټیمونو له لوري د شپږ زرو په شاوخوا کې ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي چې زیات يې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له لوري دي. خو د نورو ټاکنیزو ټیمونو د ادعاګانو پر اساس چې دوی دا دوه ورځې په خپلو بیانونو کې ویلي، ټول علاقمندي لري چې شکایتونه ثبت کړي. دا لړۍ به تر د سبا ورځې تر پایه دوام لري."

ښاغلي رویدار وویل چې په دې شمېر شکایتونو کې زیات يې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له‌خوا ثبت شوي دي.

په همدې حال کې د نن سه شنبې ورځې په وروستیو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټیم ۱۲۰۰ شکایتونه ثبت کړل.

د دغه ټيم غړي داوود سلطانزوی ازادي راډيو ته وویل، د سبا ورځې تر پایه به له درې زره ډېر نور شکایتونه هم ثبت کړي.

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ویاند فریدون خوځون وايي، د دوی ټاکنیزې ډلې تر اوسه له شپږ زره زیات شکایتونه ثبت کړي دي.

دغه شان د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډ‌لې مشر ګلبدین حکمتیار ویلي دي چې له ۳۰۰۰ زیات شکایتونه یې مستند کړي چې له کمېسیون سره به یې ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنیزو ټیمونو ادعاګانو ته په کتو فکر کېږي چې ښايي د ثبت شویو شکایتونو شمېر له ۱۰ زره واوړي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو شورا نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

د دې شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته د دوی په وینا د ټاکنو کمېسیون د اړوند مسایلو راجع کول، د خلکو له برخلیک سره لوبې کول دی.

ټاکنیز ټیمونه داسې مهال خپل شکایتونه ثبتوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنې هم په ډېرېدو دي.

امریکا او اروپايي ټولنې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې د شکایتونو د څېړنې په بهیر کې روڼتیا ته ډېر پام وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو درې ورځنی بهیر د دوشنبې په ورځ پیل شو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون پر بنسټ ۳۹ ورځې لري چې د نوماندانو ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او د هغې له مخې پرېکړه وکړي.