شاته

'ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په لومړۍ ورځ ۵۰۰۰ شکایتونه رسېدلي'

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې ۵۰۰۰ شکایتونه د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته رسېدلي دي.

د دې کمېسیون ویاندې زرمینې کاکړ وویل چې یوازې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې شاوخوا ۴۰۰۰ شکایتونه ثبت کړل.

میرمن کاکړ تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل: "د ټاکنو څارونکي د ټاکنیزو شکایتونو بهیر او د هغو ارزونه ډیره مهمه او برخلیک ټاکونکې ګڼي."

د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ /فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وویل: "پرته له شکه شکایتونه چې خپل توضیحات ولري، مستند وي پر وروستیو شمېرو اغیز لرلی شي، دا چې د کوم کاندید شمېرې ډیرې یا کموي او یا ټاکنې دویم دور ته بیایي، دا د شکایتونو تر ارزونې وروسته اټکل کیدای شي."

د افغانستان د ټاکنو شکایتونو د ارزوني د بهیر روڼوالی د دې هیواد نړیوالو شریکانو ته هم د اهمیت وړ دی.

په افغانستان کې د اروپایې ټولنې استازي غوښتي چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون باید د قانون پر اساس د ټاکنو اړوند هرشکایت و ارزوي.

د دې ټولنې په یوې اعلامیې کې راغلي چې په مسلکي او بی طرفانه ډول د شکایتونو د ارزونې په برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو د کار ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون غوښتي چې د شکایتونو په برخه کې په مسلکي او شفاف ډول قضاوت وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر ټویټر لیکلي چې د وروستیو پایلو تر اعلان پورې ډیر کارونه پاتې دي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو خپلواک کمېسیون ویاندې زرمینې کاکړ تېر ماښام له آزادي راډیو سره په خبرو کې ټولو اړخونو ته د خپل کار د شفافیت او قانونولۍ په اړه ډاډ ورکړ .

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو درې ورځنی بهیر د دوشنبې په ورځ پیل شو.

د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون د دې بهیر پر مخ وړلو او ټولو شکایتونو د ارزولو لپاره ۳۹ ورځې وخت لري.

دا کمېسیون د شکایتونو تر ارزونې وروسته خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر شاوخوا درې میاشتنې ځنډ وروسته د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د دې کمیسیون په وینا محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ فیصده رایو په اخستلو په لومړي او عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ فیصده رایو په اخستلو دوهم کتار کې راغلي دي.

په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټیم مشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله
په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټیم مشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله

د میزان /تلې د ۶ نیټې په ولسمشرۍ ټاکنو ته دیارلس کسان سیالۍ ته ودرېدل.