شاته

جان هینکلي واشنګټن کې د عقلي ـ عصبي له روغتونه رخصت شوی

هغه سړی چې په ۱۹۸۱ کال یې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن د وژلو هڅه کړې وه، په واشنګټن کې د عقلي ـ عصبي له روغتون څخه رخصت شوی دی.

۶۱ کلن جان هینکلي د شنبې په ورځ وروسته له هغې خوشې شو چې یوه قاضي په جولای میاشت کې پریکړه وکړه چې هغه نور خطر نه پېښوي.

هغه ته اجازه ورکړل شوې چې په ویرجینیا کې له خپلې مور سره واوسي.

هینکلي د ۱۹۸۱ کال د مارچ په دیرشمه پر ریګن چې په واشنګټن کې له یوه هوټله ووت، څو ډزې وکړې او د هغه مطبوعاتي مسؤل او دوه پولیس یي ټپیان کړل.

مطبوعاتي مسؤل جېمز بریډلي د تل لپاره معیوب شوی و چې د ټپونو له امله په ۲۰۱۴ کال مړ شو.

هینکلي په ۱۹۸۲ کال کې د لیونتوب له امله مجرم ونه پېژندل شو او ناروغي یې رواني او ژور خفګان وبلل شوه.