شاته

د افغان جګړې د حقایقو په اړه د امریکايي ورځپاڼو تبصرې

څو امریکايي ورځپاڼو د افغانستان د جګړې په اړه د جان سوپکو د هغو څرګندونو په باب لیکنې خپرې کړي چې په وروستیو ورځو کې یې په امریکا کې ډېر غبرګونونه پارولي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي: د پینتاګون مشرانو د افغانستان د جګړې په اړه ادعاوې، چې د افغانستان پاڼې بلل کېږي، رد کړې.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او لوی درستیز مارک میلي په وروستیو کې په یوه ګډه خبري غونډه کې هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې د امریکا ملکي او پوځي چارواکو خلکو ته د افغانستان د جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.

واشنګټن پوسټ د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ بللی او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت د اقتصاد په بیارغونه او د طالبانو د بلوا د مخنیوي په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ملیټري ټایمز ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د لوی درستیز مارک میلي څرګندونې رااخیستي چې وايي فکر نه کوي په افغانستان کې دې د دوی د ځواکونو قرباني بې ځایه وي.

جنرال میلي دا څرګندونې د هغو راپورونو په ځواب کې کړي چې په وروستیو کې یې د امریکا د حکومت او پوځ پر چارواکو د افغانستان د جګړې په خاطر انتقادونه وکړل.

دغو راپورونو، چې لومړی واشنګټن پوست په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د سرمفتش جان سوپکو په قول خپور کړ، امریکايي چارواکي په دې تورن کړي چې د افغانستان په جګړه کې د نه پرمختګ په اړه یې معلومات د امریکا له ولس څخه پټ کړي دي.

سوپکو ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا خلکو ته د افغانستان د وضعیت او په جګړه کې د پرمختګ په اړه پر له پسې درواغ ویل شوي دي.

خو لوی درستیز جنرال میلي ویلي، د افغانستان د جګړې په اړه په تېرو ۱۸ کلونو کې د یو ډول «هماهنګو درواغو» ادعا ناسمه ده.

د میلي په باور په داسې حال کې چې سلګونه دیپلوماتان، پوځي چارواکي او ګڼ شمېر استخباراتي مامورین وي څوک نه شي تېر ایستل کېدای.

په همدې موضوع سټار انډ سټرایبس ورځپاڼې خپلې مقالې ته دا سرلیک ورکړی دی:

«جنرال میلي د افغانستان جګړې ته عاطفي ځواب ووایه»

د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په راپور کې د سیستماتیکو یا همږغو درواغو د دسیسې په اړه څه نه دي ویل شوي، بلکې په په هغې کې راغلي؛ جګپوړو چارواکو سره له دې چې پوهېدل خوشبینانه څرګندونې کړي دي او بل دا چې د جګړې د نه ګټلو په اړه نه انکارېدونکي شواهد ول، رښتیا یې پټ کړي وو.