شاته

د اوو پاتې ولایتونو د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش پیل شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلوونکو ۵ ورځو پورې به په هغو اووه ولایتونو کې هم د رایې بیا شمېرنې او څېړنې بهیر بشپړ شي، چې په وړاندې یې خنډونه موجود و.

د ټاکنو کمېسیون په هغو اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړی چې له دې وړاندې په کې د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې له‌خوا د دې بهیر مخه نیول شوې وه.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمن ننګ د یک‌شنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د دوی کارکوونکي یادو ولایتونو ته رسېدلي او ۱۳۷۴ صندوقونه تفتیش یې پيل کړی دی.

ښاغلي ننګ وویل: "که چېرې ټاکنیز ټیمونه او څارونکي زموږ کارکوونکو ته مزاحمت ونه کړي، په درېیو ولایتونو کې زموږ کار په یوه ورځ کې پای ته رسېږي. په پاتې څلور نورو ولایتونو کې بیا دا بهیر له څلور تر پنځو ورځو دوام کوي، خو موږ هڅه کوو چې هر څه ژر د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش پای ته ورسوو."

تخار، فاریاب، بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان او پنجشېر هغه ولایتونه و چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې په کې د رایو بیا شمېرنې او تفتیش ته اجازه نه ورکوله.

خو دوه شپې وړاندې د دغې ډلې مشر عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې اجازه ورکړي د رایو بیا شمېرنه او تفتیش وشي.

ښاغلي عبدالله وویل، دا کار د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په غوښتنه او د ټاکنو په پروسه کې د روان کړکېچ د حل په موخه د ښه نیت لپاره کوي.

که څه هم ښاغلي عبدالله وویل چې څارونکي به یې د رایو بیا شمېرنه کې ونډه واخلي، خو تازه بیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې له دې بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی.

د دې ډلې یوه ویاند فضل غني حقمل ازادي راډیو ته وویل، په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او له همدې کبله به د دوی څارونکي په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې په بهیر کې ګډون ونه کړي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه بیا په اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې پیلېدو هر کلی کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، اړینه ده چې کمېسیون له خپلو سرچینو په ګټې اخیستنې سره هرڅه ژر دغه پروسه پای ته ورسوي.

د دې بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید: "هر څه باید روښانه وي، د دې بهیر روڼتیا د ټولو لوریو باور خپلولای شي. ټول اسناد او معلومات باید په خپل وخت له خلکو سره شریک شي، ځکه دا د پروسې د ماهیت او روڼتیا سره ډېره مرسته کوي. کمېسیون باید هیڅ معلومات له خلکو پټ و نه ساتي. "

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه دوه ځلې خپله ژمنه ماته کړې، خو تازه یې ویلي چې د رایو بیا شمېرنې له او څېړنې وروسته به ډېر ژر د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې بیا ویلي، که چېرې د ۳ سوه زرو رأیو د برخلیک په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه د قانون پر بنسټ نه وي، لومړنۍ پایلې به ونه مني.