شاته

د ټاکنو کمېسیون نن په پاتې اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش پیلوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن (قوس ۲۴مه) د افغانستان په اوو پاتې ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش پیلوي.

ددغه کمېسیون چارواکي وايي، هڅه یې دا ده چې دغه بهیر څو ورځو کې بشپړ شي او د ولسمشرۍ انتخاباتي لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون په ۲۷ نورو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه کړې، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې پلویانو په تخار، فاریاب، بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان او پنجشېر ددغه کار مخه نیولې وه.

ثبات او همپالنې ویل چې د ټاکنو کمېسیون دې ۳۰۰ زره هغه رأیې چې ددوی په خبره په شرایطو برابرې نه دي، باطلې کړي، خو کمېسیون دغه رأیې معتبرې بولي.

ښاغلي عبدالله وړمه ورځ وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غوښتنه یې موافقه کړې چې دغو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش وشي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غواړي چې په دغه بهیر کې همکاري وکړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل: "رسماً په ۷ ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پېلېږي. موږ له ټولو ټاکنیزو ډلو، د ټاکنو له څارونکو، سیاسي ګوندونو او شریکانو غوښتنه کړې چې د دې پروسې څارنه وکړي."

د ټاکنو کمېسیون شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په نورو ۲۷ ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پای ته ورساوه، خو د اوو پاتې ولایتونو له امله د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېده.

ښاغلي عبدالله ویلي، اوو ولایتونو د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش ته د اجازې ورکولو پرېکړه د هغو ۳۰۰ زره جنجالي رأیو د منلو په معنا نه ده او که باطلې نه شي، دوی به ابتدايي پایلې ونه مني.
ښاغلي عبدالله ویلي، اوو ولایتونو د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش ته د اجازې ورکولو پرېکړه د هغو ۳۰۰ زره جنجالي رأیو د منلو په معنا نه ده او که باطلې نه شي، دوی به ابتدايي پایلې ونه مني.

د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم په محتاط ډول په اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش هرکلی کړی.

دغه ټیم په یوه بیان کې ویلي چې هیله مند دي دغه بهیر بیا له خنډ سره مخامخ نه شي.

ښاغلي عبدالله پرون پر خپل ټویټر ولیکل چې د ښه نیت له مخې یې موافقه وکړه په ۷ ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش وشي. هغه همداراز ویلي چې ددوی دا پرېکړه د هغو ۳۰۰ زره جنجالي رأیو د منلو په معنا نه ده او که باطلې نه شي، دوی به ابتدايي پایلې ونه مني.

د ثبات او همپالنې ډله د شااوخوا ٣٠٠ زره لانجمنو رأیو، جلا او ځانګړى تفتيش غواړي. دغه ډله وايي، ۱۰۲ زره رأیې له ټاکلې وخته بهیر کارول شوي، ۱۳۷ زره رأیې مشکوکې دي او شااوخوا ۵۰ زره نورې هم داسې دي چې د رأی ورکوونکو عکسونه یې تکراري او یا د عکس له مخې اخیستل شوي دي.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيزې ډلې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش مخالفت کړی او دا بهیر یې تحریم کړی دی.

ددغې ډلې ویاند فضل غني حقمل پرون ازادي راډیو ته وویل چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او څارونکي به یې په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په بهیر کې ګډون ونه کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون چارواکو ویلي، متعهد دي چې په ۷ ولایتونوکې د رأیو د بیاشمېرنې بشپړېدو سره سم، د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او د ټاکنیز مهالوېش له مخې لومړنۍ پایلې باید د میزان په ۲۷ اعلان شوې وای. د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو لپاره د عقرب ۲۳مه نېټه وټاکله، خو بیا هم په کې پاتې راغی.

څرګنده نه ده چې دغو اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش به څو ورځې وخت ونیسي.