شاته

عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنې ته اجازه ورکړي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړي چې سر له سبا يکشنبې (قوس ۲۴مه) په اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ترسره کړي.

ښاغلي عبدالله تېره شپه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا پرېکړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په غوښتنه کړې ده.

هغه وویل، د ثبات او همپالنې ډله د شااوخوا ٣٠٠ زره لانجمنو رأیو، جلا او ځانګړى تفتيش غواړي.

سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د عبدالله عبدالله پلویانو په کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش مخه نیولې وه او د انتخاباتي ولایتي دفترونه یې تړلي وو.

ښاغلي عبدالله وویل، دا پرېکړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په غوښتنه او ددې لپاره کړې چې ټولې پلمې ختمې شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ وغوښتل چې په قانوني اقدام سره د کمېسیون غوږ ته مو غږ ورسېږي. کمېسیون ونه غوښتل دا غږ واوري. کله چې د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون په غوښتنه له خلکو دا غوښتنه کوو، معنى يې دا نه ده چې موږ هغه ١٠٢زره رأيې چې تر ټاکلي وخت بهر کارول شوي، منو، هېڅکله نه. دا قانوني نه دي. نورې ١٣٧زره رايې مو هم نه دي منلي. د هغوى لپاره د جلا او ځانګړي تفتيش غوښتنه لرو. ځکه مشکوکې رايې دي او د هغوى په اړه قانع کوونکي دلايل نه شته."

د ثبات او همپالنې ډله ادعا لري چې شاوخوا ۳۰۰ زره رايې د ټاکنو د قانون او طرزالعملونو له مخې باطلې دي او باید له سیسټمه وویستل شي، خو د ټاکنو کمېسیون یې معتبرې ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عبدالله عبدالله د تېرې شپې د اعلان هرکلی کوي.

ددغه کمېسیون يوه وياند عبدالعزيز ابراهيمي ازادۍ راډيو ته وويل، په اوو ولايتونو کې د رأیو د بياشمېرنې او تفتيش ته د اجازې په ورکولو سره به د ابتدايي پایلو اعلان ته لاره هواره شي.

ښاغلي ابراهیمي وویل: "دا کار کولاى شي زموږ نيمګړي کارونه بشپړ کړي او موږ به وکړاى شو، په پاتې ٧ ولايتونو کې د رأیو بياشمېرنه او تفتيش پيل کړو او تر هغه وروسته ابتدايي بيا ورپسې نهايي نتيجې اعلان کړو."

خو ايا د ثبات او همپالنې وروستى اعلان کولاى شي، د انتخاباتو ابتدايي او بيا نهايي نتيجو اعلان ته زمينه برابره کړي؟

د ځوانانو د پارلمان پخوانى رئيس اغا محمد قريشي چې د انتخاباتو اړوند مسايل له نږدې تعقيبوي، وايي:

"زه فکر نه کوم چې د اوو ولايتونو د رأیو په بياشمېرنې سره دې ستونزه حل شي. ځکه د ټاکنو د شکايتونو کمېسیون چې کومه غونډه جوړه کړې وه، دا په اصل کې د ټاکنو پر سر يو ډول معاملې ته د لارې اوارولو يو فرصت و چې له دې سره مذاکرو، د ټاکنو پر سر معاملې ته او د ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ د لانجې پر سر يو ډول معاملې ته لار اوارېږي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې/ميزان پر شپږمه وشوې او تر اوسه يې د لومړنيو نتايجو اعلان دوه وارې ځنډېدلى دى.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئيسې حوا علم نورستانۍ تېره شپه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، دوى په پام کې لري نن شنبه د دغو ټاکنو قسمي يا يوه برخه نتايج اعلان کړي.