شاته

د کانګرس دیموکراتانو د ټرمپ د استیضاح تورونه اعلان کړل

د امریکا د کانګرس دیموکراتو قانون جوړونکو د سه شنبې په ورځ د ( ډسبمر ۱۰ مه ) د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح تورونه اعلان کړل.

دیموکراتو قانون جوړونکو ټرمپ د جمهوري ریاست له صلاحیتونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او د کانګرس د کارونو په وړاندې د خنډ په رامنځ ته کولو تورن کړ.

ټاکل شوېده د جمهور رئیس په وړاندې تورونه د تصویب لپاره د ډسمبر تر پایه د کانګرس د استازو مجلس ته واستول شي.

فضیه به د استازو په مجلس کې به له تصویب وروسته د کانګرس سنا مجلس ته واستول شي.

دیموکرات قانون جوړونکي ادعا کوي چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جولای میاشتې په ۲۵ نیټه د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلنسکي سره په یوې تلفوني اړیکه کې ، پر هغه فشار راوړی وو څو د جوبایډن په اړه چې د راتلونکې کال په ټاکنو کې کاندید دی، تحقیقات وکړي.

ټرمپ د دیموکراتانو له خوا د تورونو د اعلان په غبرګون کې ، د استیضاح بهیر یوه دسیسه بللې او په ټویټر کې یې ویلي چې د اوکراین جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر څو ځله په خبرو کې ویلي چې هیڅ ډول فشار موجود نه وو.

ټرمپ وویل: "دیموکراتان په دې پوهیږي خو تصدیق یې نه کوي."

د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح تورونه او تحقیقات د دوشنبې په ورځ د کانګرس د استازو مجلس په قضایه کمیټې کې و ارزول شول او دیموکراتانو جمهور رئیس د استیضاح وړ مواردو تورن کړ خو جمهوري غوښتونکي دا ادعاوي په کلکه ردوي.