شاته

پیري مایدون: د ټاکنو د پایلو ځنډول د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پیري مایدون وايي، د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

ښاغلي مایدون د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو نړیوالې ورځې او په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو په یاد جوړې شوې غونډې ته دا خبره وکړه.

د اروپايي ټولنې سفیر وویل: "د ټاکنو ځند چې له دوو میاشتو راهیسې ولس ورته منتظر دی، د خلکو حقونو تر پوښو لاندې کول دي، د دوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان لمریز کال د میزان په شپږمه وشوې، خو د ټاکنیزو درغلیو د ادعاوو له امله دغه بهیر کړکېچن شوی او لا هم څرګنده نه ده چې کله به یې پایلې اعلان شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او ځینې نور ټاکنیز ټیمونه ادعا لري چې شاوخوا ۳۰۰ زره رأیې د ټاکنو قانون او طرزالعملونو له مخې باطلې دي او باید له سیسټمه وویستل شي، خو د ټاکنو کمېسیون یې معتبرې رأیې ګڼي.

له همدې امله دغو ټیمونو په اوو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې مخه نیولې، ترڅو کمېسیون ونه توانېږي دغه بهیر بشپړ کړي او پایلې جمع بندي کړي.

که څه هم پر دغې ستونزې د بحث لپاره وړمه ورځ د ټاکنو کمېسیون له ټاکنیزو ډلو او څارونکو ادارو سره یوه ګډه ناسته جوړه کړې وه، خو ښکېلې خواوې ونه توانېدې یوې حل لارې ته ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی نور وخت نه لري چې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره مذاکره وکړي.

بل خوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله او نور معترض نوماندان خبرداری ورکوي، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل کار ته په همدې ډول دوام ورکړي، په افغانستان کې د کړکېچ، سختۍ، پېچلتیا او ستونزو مسوولیت به یې تر غاړې وي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې دوی به د ټاکنیزو ستونزې د هواري په هدف د ټاکنیزو قوانینو طرزالعلونو، لایحو او مقراراتو په رڼا کې پرېکړه وکړي.

د دغه کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ازادي راډیو ته وویل: "د ۷ ولایتونو په اړه زموږ خبرې روانې دي، تراوسه تصمیم نهايی شوی نه دی، موږ به په دې اړه پرېکړه وکړو. نه شم ویلای چې نن یا سبا به دغه پریکړه وشي، د کمېسیون د غړیو ترمنځ خبرې روانې دي."

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند بیح سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اروپايي ټولنې اندېښنې پرځای بولي او ټینګار کوي چې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه به ژر پرېکړه وکړي.