شاته

ټاکنو کمېسیون: نور له معترضو ټاکنیزو ډلو سره د مذاکراتو وخت نه لرو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی نور وخت نه لري چې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره مذاکره وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو له استازو، پر ټاکنو د څار بنسټونو، ګوندونو او مدني ټولنو سره له ناستې یوه ورځ وروسته، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی کار له معترضو ډلو سره مذاکره نه، بلکې د قانون له مخې پرېکړه ده.

د دې کمېسیون یو ویاند میرزامحمد حق‌پرست ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وروسته د مذاکراتو لپاره وخت نه لري.

هغه وايي: "کمېسیون یو مذاکره کوونکی بنسټ نه دی، نور مونږ د مذاکراتو او خبرو اترو لپاره وخت نه لرو، دا وروستی چانس و چې دوی ته مو برابر کړ، مګر متاسفانه دوی غونډه پرېښوده، فکر نه کوو چې بل داسې چانس برابر شي. "

خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله چې پرون یې له کمېسیون سره جوړه شوې ناسته ترک کړې وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له وړاندې خپلې پرېکړې کړي او نه غواړی چې قانوني مسیر ته را وګرځي.

د دې ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی لا هم هیله‌ لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي

هغه زیاتوي: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوس هم هغه فرصتونه چې لري، شاید زیاد وخت تېر شوی وي، مګر بیا هم که وخت پاتې وي، باید قانون ته را وګرځي. هغه څه چې ښکېل لوري او د افغانستان خلک قانع کوي او هغه څه چې کولای شي د افغانستان راتلوونکی تضمین کړي، قانون دی، قانون ته درناوی او همدا ډول احترام دی او موږ همدا غواړو. "

د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزه ډله خبرداری ورکوي، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل کار ته په همدې ډول دوام ورکړي، په افغانستان کې د کړکېچ، سختۍ، پېچلتیا او ستونزو مسوولیت به یې تر غاړې وي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، ټولې کړنې یې د قانون او طرزالعملونو پر بنسټ مخ‌ته وړي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، له اوسنیو ستونزو د حل یوازینۍ لار د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید: "مقابل لوری باید دې ته چمتو شي چې کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړي او دوی خپلې موضوعات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لارې تعقیب کړي. له دې پرته بله حل لار نه‌شته. که دا پروسه هر څومره ځنډېږي، نوې ستونزې په کې جوړېږي، تر دې چې د اعتبار او مشروعیت موضوع یې هم را پورته کېدای شي. "

د یکشنبې په ورځ د معترضو ډلو په ګډون د ټاکنو خپلواک کمېسیون عمومي ناستې ته هیله‌مندي دا وه چې کېدای شي چې د روان کړکېچ حل لار یې پای وي، خو ښکاري چې لا هم ښکېل لوري په یوه او بل د باور جوړونې په برخه کې پاتې راغلي.

دا په داسې حال کې چې په اووه ولایتونو کې لا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو بیا شمېرنه او څېړنه نه ده پیل کړې او تر خوا یې بیا معترضو ډلو ګواښ کړی چې دوی د کمېسیون د کارونو پر دوام له نورو مشروع لارو هم ګټه پورته کړي.