شاته

د افغان جګړې حل لاره سیاسي هوکړه ده ـ اسپر

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ حل لار د افغان حکومت، طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي هوکړه ده.

مارک ایسپر پرون یکشنبه ماښام د «ډسمبر پر ۸مه» له فاکس نیوز ټلوېزیون سره مرکه کې دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې روانه اونۍ د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات یو ځل بیا پیل شول.

هغه ویلي: "یوازینۍ لارې سیاسي هوکړه، ده که چیري موږ یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږو، او دا ډاډ تر لاسه کړو، چې افغانستان نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی، دا به موږ ته دا فرصت راکړي، چې خپل سرتېري د هغو هیوادونو«چین روسیه» په وړاندې ځای پر ځای کړو، چې موږ یې د اوږد مهال لپاره په اړه اندېښنه لرو."

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ مذاکرات تر درې میاشتنۍ وفقې وروسته بېرته پيل شول.

د امریکايي سرچینو په وینا په یادو مذاکراتو کې د تاوتریخوالې پر کمولو، ورسره به بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته زمینه برابره شي بحث کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم پرون ناوخته پر خپل ټوېټر لیکلي، چې تېره ورځ هم مذاکرات روان و او نن دوشنبه به هم جریان ولري.

سهیل شاهین ویلي:"ځینو رسنیو زما وینا د سیاق اوسباق پرته را اخیستې. ما ویلي که چیرې امریکا سره توافقنامه لاسلیک شي نو مونږ به خارجي عسکرو ته له افغانستان نه د وتلو لار ورکوو او دوی به وزي"

افغان حکومت هیله ښودلې، چې یاد مذاکرات په افغانستان کې د تلپاتې سولې، تاوتریخوالې کمېدو او اوربند لامل شي.