شاته

روسیه ایران ته پنځه میلیارد ډالر پور ورکوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني پارلمان ته د نوې بودیجې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې روسیه تهران پنځه میلیارد ډالر پور ورکوي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وایي چې هیواد به یې د راتلونکي کال لپاره د تیلو په عایداتو ډیره تکیه ونکړي.

د ایران نوې بودیجه داسې برابره شوې چې د امریکا لخوا د ځپونکو اقتصادي بندیزونو مقابله پرې وشي.

ښاغلي روحاني چې نن (یکشنبه دسمبر۸) یې د نوي کال د بودیجې په هکله پارلمان ته معلومات ورکول وویل چې د بودیجې په تصویب غواړي نړۍ ته وښیي چې د بندیزونو سره سره ، داهېواد کولی شي د خپل هیواد چارې سمبالې کړو.

هغه وویل" حکومت د امریکا د بندیزونو په مقابل کې نور اقدامات هم کوي خو د اوس د پاره مو دا بودیجه دغو بندیزونو ته په پام سره طرحه کړې."

حسن روحاني همدرانګه وویل چې روسیه ورته پنځه ملیارده ډالر پور ورکوي چې د نوي کال په بودیجه کې به ترې کار واخیستل شي.

په همدې حال کې د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس تسیم په راپور کې ویل شوي چې په نوې بودیجه کې به مالیه لوړه شي، حکومت به خپل یو شمیر جایدادونه خرڅ کړي، او حکومت به مالیاتي اسناد (بانډونه) زیات کړي.

په ایران کې نوی مالي کال د مارچ د میاشتې په شلمه پیل کیږي چې د هجري لمریز کال پسرلی وي. ټاکل شوې چې د نوي کال لپاره د ایران بودیجه څلویښت ملیارده ډالره وي چې د تیر کال په پرتله لس په سلو کې زیاته شوې.

د ایران پارلمان د بل کال د فبروري د میاشتې پورې وخت لري چې په نوې بودیجې بحث وکړي او نګهبان شورا چې د اساسي قانون د څار اداره ده باید دا بودیجه منظوره کړي چې په قانون بدله شي.