شاته

د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره د ټاکنو کمېسیون او ښکېلو غاړو ناسته

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ستونزو د حل په هدف له سیاسي ګوندونو مدني ټولنو، د نوماندانو له استازو د څار له ملي او نړیوالو بنسټونو او بهرنیو مرستندویو ادارو سره معلوماتي غونډه جوړه کړې وه.

د کمېسیون ډېری معلومات په ۳۰۰ زره رایو راڅرخېدل چې د ټاکنو کمېسیون او عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ترمنځ پرې جنجال دی.

د ټاکنو کمېسیون غړي، محمد حنیف دانشیار وویل دغه ۳۰۰ زره رایې چې د ښاغلي عبدالله ټیم یې باطلې بولي معتبرې رایې دي.

که څه هم نوموړي کم حقوقي دلایل وړاندې کړل، خو وویل چې په دغو رایو کې ۱۰۲ زره رایو فني ستونزې درلودې، خو دا رایې واقعي او بیومټریکي معلومات لري.

خو د کمېسیون له لوري ورکړل شویو معلوماتو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم قناعت ترلاسه نه شو کړی او د غونډې په پایله کې یې کمېسیون په درغلۍ تورن او له غونډې ووتل.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم دویم مرستیال اسدالله سعادتي په غونډه کې وویل:

"تاسي تصمیم نه لرئ چې ټاکنې وکړئ، تاسې تصمیم لرئ چې تقلب په څوکۍ کېنوئ او فکر کوم دا به ډېره سخته وي."

د ځینو ټاکنیزو ډلو غړو چې په نننۍ ناسته کې یې برخه درلوده د ټاکنو کمېسیون پر فعالیتونو نیوکه وکړه.
د ځینو ټاکنیزو ډلو غړو چې په نننۍ ناسته کې یې برخه درلوده د ټاکنو کمېسیون پر فعالیتونو نیوکه وکړه.

په ورته وخت کې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم استازي داوود سلطان زوی په ټاکنو کمېسیون د دې له امله نیوکې وکړې د قانون په ځای مصلحت ته مخه کوي او د ټاکنو پایلې نه اعلانوي.

"له کمېسیون او حکومت نه غواړو، چې د ۷ ولایتونو د رایو برخلیک وټاکي، افغانانو په ټاکنو کې ګډون کړی، نه باید هر ورځ د ټاکنیزو ټیمونو فرمایشونه ومنو، د ټاکنو د پایلو ځنډول د خلکو د وخت ضایع ده."

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې دوی د هیچا زور او زر ته نه تسلمیږي او ډېر ژر به د ۷ ولایتونو د برخلیک او د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه پریکړه وکړي.

د دغه کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ د غونډې په پای کې وویل:

"له دې ناستې وروسته به موږ خپلې غونډې ولرو، د ۷ ولایتونو او د دوستانو د غوښتنو او د پایلو د اعلان په اړه به پرېکړې کوو او له ولس سره به یې شریکوو."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید چې په غونډه کې ګډون کړی و، د غونډې د څرنګوالي په نیوکې درلودې.

"تر ډېره معلوماتي غونډه وه، دلته باید د ستونزو په هواري خبرې شوې وای، له بده مرغه کمېسیون د غونډې د جوړېدا په فارمټ کې چندانې دقیق نه و، معترضینو ته ډېر فرصت ورنه کړل شو، کمېسیون باید د قانون په چوکاټ کې ځوابونه ویلي وای."

د ټاکنو کمېسیون په نننۍ ناسته کې ځینو بهرنیو استازو هم برخه درلوده
د ټاکنو کمېسیون په نننۍ ناسته کې ځینو بهرنیو استازو هم برخه درلوده

ښاغلي رشید همداشان وویل د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د خلکو ادعا و د توجیه لپاره د قانون موادو ته اشاره کوله، خو د نوموړي په وینا کمېسیون د قانوني ځواب د ورکړې پرځای تر ډېره فني معاذیر وړاندې کول.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرې میزان میاشتې په ۶ وشول، خو له دونیمو میاشتو تېرېدو سره اوس هم پایلې نه دي اعلان شوې.