شاته

د افغانستان د ټاکنو پر کمېسیون د څارونکو بنسټونو نیوکه

په افغانستان د ټاکنو څارونکې ادارې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کمزوري مدیریت تورنوي او له دغه کمېسیون څخه غواړي چې د روان بحران د حل لپاره دې د انتخاباتي ټکټونو، څارونکو ادارو، نړیوالې ټولنې او سیاسي ګوندونو یوه مشترکه ناسته راوبلل شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او یو شمېر انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د راًیو د بیا شمېرنې پر سر جنجال او په دې اړه په یو شمېر ولایتونو کې تر مظاهرو وروسته، اوس د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ (تیفا) د انتخاباتو د کمېسیون کمزورتیا ته ګوته نیسي.

د تیفا اجراييوي رییس محمد نعیم ایوب زاده د چهارشنبې په ورځ (قوس ۱۳مه) یوې خبري غونډې ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلان لپاره د تخنیکي ستونزو د حل پوهه نه لري او یا هم له سیاسي فشارونو سره مخ دی.

ښاغلي ایوب زاده وویل: "یا خو زموږ دغه دوستان هېڅ نه پوهیږي چې څنګه دا ستونزه حل کړي او لاره یې ورکه کړې او یا هم له سیاسي فرمایشاتو او فشارونو سره مخ دي او د سیاسي فشارونو له امله نه غواړي اصلي لارې ته را وګرځي او موږ داسې پایلې ته ورسوي چې ټولو ته منلو وي."

د تیفا رئیس وايي نړیواله ټولنه دې د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون فشار راوړي چې د ستونزې د حل په هدف داسې پرانیستې غونډه راوبولي چې انتخاباتي ټکتونه، څارونکي بنسټونه او هم نړیوال څارونکي په کې برخه ولري.

ښاغلی ایوب زاده وايي، که وضعیت دغه شان دوام وکړي، نو ښايي ډیموکراتیک ارزښتونه او د رأی اچونې په ورځ د خلکو قربانیو ته سپکاوی شوی وي او ټاکنې هم بحران ته لاړې شي.

په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نه یوازې دا چې د ټاکنو کمېسیون د کمزوري مدیریت له امله نه دی توانیدلی، چې لومړنۍ پایلې په وخت اعلان کړي، بلکې په دغه پروسه یې د خلکو اعتبار زیامن کړی دی.

ښاغلي رشید وویل: "دوی نه یوازې دا چې د ټاکنیز تقویم په چوکاټ کې ابتدایي پایلې اعلان نه کړې، په عین حال کې یې دغه پروسه له یو لړ سوالونو، ستونزو او جدي ننګونو سره هم مخ کړې ده."

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا دا نه مني چې د پایلو ځنډ دې د سیاسي فشارونو له وجې وي.

د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست ازادي راډيو ته وویل، یو شمېر تخنیکي ستونزې ددې لامل شوي چې پایلې په وخت اعلان نشي.

ښاغلي حق پرست وویل: "کمېسیون هېڅکله هم د یوې ډلې، ادرس او افرادو تر فشار لاندې نه راځي او د افغانستان د اساسي قانون له حکمونو او د ټاکنو قانون په چوکاټ کې خپل تخنیکي کارونه او د پالیسې جوړونې برخه پر مخ وړي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان د میاشتې په شپږمه ترسره شوې، خو تر اوسه د ټاکنو کمېسیون نه دی توانیدلی، چې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي