شاته

ټرمپ: افغانستان ته زما سفر ډېر بریالی و

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ افغانستان ته خپل لومړنی سفر ډېر بریالی بللی دی.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ (دسمبر۲) په لندن کې د ناټو غونډې ته تر روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "افغانستان ته ولاړم، خوښ مې شو. تاسو پوهیږی چې هغه (سفر) ښه و."

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته ولاړ. ښاغلي ټرمپ وویل: "افغانستان ته زما سفر ډېر بریالی و."

نوموړي وویل چې په افغانستان کې یې له یو شمېر خلکو سره عالي ملاقتونه درلودل. هغه په مشخص ډول د ولسمشر غني سره د خپل ملاقات یادونه وکړه او له هغه ملاقات څخه خوښ برېښېده.

هغه وویل: "هغه عالي و، غني سره ملاقات ډېر عالي و."

ولسمشر ټرمپ په بګرام کې له ولسمشر غني او نورو امریکايي پوځيانو سره ولیدل. هغه د امریکا د (شکراني) د دودیزي ورځې لمانځلو لپاره افغانستان ته تللی و. دا یې افغانسان ته لومړی سفر و.

ولسممشر ټرمپ لندن ته روان شوی چی هلته د ناټو په غونډه برخه واخلي.

افغانستان کې به د ناټو د غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه وي. امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۴زره سرتېري لري د ناټو په چوکاټ کې له افغان پوځ سره مرسته کوي.