شاته

د افغان پوځ لیکو کې داخلي بریدونه زیات شوي ـ سیګار

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې سرمفتش اداره یا «سیګار» وايي، د روان ۲۰۱۹کال په جون او اګست میاشتو کې د افغان دفاعي ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلي بریدونه تر سره شوي دي.

سیګار پخپل تازه راپور کې ویلي، چې دا شمېر د همدې کال تېرو لومړیو درې میاشتو کې رامنځته شوو داخلي بریدونو ته دوه برابره زیاتوالی ښيي.

سیګار په یادو داخلي بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو دغه ادارې ویلي، چې په جون او اګست میاشتو کې د افغان دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله ۶۰ سلنه وه، چې د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال همدې مودې ته دوه سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د هوا په ګرمېدو سره د جګړې زور زیاتېږي.

امریکا غږ هڅه وکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د داخلي بریدونو زیاتېدو په اړه د دفاع وزارت نظر واخلي، خو د پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

خو د دغه وزارت یاند په تېر دوبي کې د افغان امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه د سیګار د راپور غبرګون کې امریکا غږ ته ویلي و، چې د افغان ځواکونو تلفات کم شوي او زیات شوي نه دي.

نوموړي زیاته کړې وه، افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجومي حالت خپل کړی، چې له امله مرګ ژوبله کمه شوې ده.