شاته

"د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ شوی"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، په ۲۱ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بشپړېدو خبره کوي.

ددغه کمېسیون چارواکي وايي، اوسمهال په شپږو ولایتونو کې دغه بهیر روان دی چې راتلونکو دوو ورځو کې به بشپړ شي، خو په اوو پاتې ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یې مخه نیولې ده.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ازادي راډیو ته وویل، د ۲۱ ولایتونو له ډلې چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتش یې بشپړ شوی، تراوسه د ۱۷ ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي او "د څلور ولایتونو مواد هم په لاره کې دی چې ژر به راورسیږي او ددې مواد پروسس ډیټا سنټر ته دوام لري."

د دې لپاره چې دغه کمېسیون د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، باید په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د هغو محلونو د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ کړي چې تقلبي رأیې په کې کارېدلي دي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال هیله وښوده چې د ثبات او همپالنې ډله پرېږدي چې په اوو پاتې ولایتونو پنجشیر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې هم دغه بهیر پیل شي. دغو ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونو دروازې تړل شوې دي.

ښاغلي مل وویل، د ۲۱ ولایتونو له ډلې چې د رأیو د بیاشمېرنې او تقتش پروسه پکې بشپړه شوې، تراوسه د ۱۷ ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي دي.
ښاغلي مل وویل، د ۲۱ ولایتونو له ډلې چې د رأیو د بیاشمېرنې او تقتش پروسه پکې بشپړه شوې، تراوسه د ۱۷ ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي دي.

هغه وویل، په دې تړاو د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ډلې مرستیالانو سره خبرې شوي او دده په خبره، "هغوی هم شین څراغ ښودلی دی."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوه اونۍ وړاندې (عقرب ۱۸مه) په ۸۲۵۵ مرکزونو کې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړ، خو یوشمېر کاندیدانو ددغه کار مخالفت وکړ او د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ درېیو انتخاباتي ډلو دغه بهیر تحریم کړ.

وروسته د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو اعتراضونو ته د رسېدګۍ په هدف د عقرب په ۲۲مه د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ودراوه، خو کمېسیون او ټاکنیز ټیمونه يې په اړه بیا هم تفاهم ته ونه رسېدل.

د ټاکنو کمېسیون د یوشمېر کاندیدانو له مخالفت سره سره تر پنځه ورځني ځنډ وروسته، د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش د عقرب په ۲۶مه بېرته پيل کړ.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، لومړی باید "پاکې او ناپاکې رأیې" سره بېلې کړای شي، د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبي رأیې باطلې شي. دغه ډله ۳۰۰ زره رأیې په شرایطو برابرې نه بولي او د باطلېدو غوښتنه یې لري.

ښاغلی معنوي وايي، سربیره پر دې چې په ۷ ولایتونو کې به د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلې وي، د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ټيم به پر نورو اقداماتو هم لاس پورې کړي.
ښاغلی معنوي وايي، سربیره پر دې چې په ۷ ولایتونو کې به د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلې وي، د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ټيم به پر نورو اقداماتو هم لاس پورې کړي.

د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ټیم غړی فضل احمد معنوي ازادي را‌ډيو ته وویل، سربیره پر دې چې په ۷ ولایتونو کې به د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلې وي، د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ټيم به پر نورو اقداماتو هم لاس پورې کړي.

ښاغلی معنوي جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې ددوی راتلونکي اقدامات به سوله ییز وي. "موږ ددې حالت یوازې لیدونکي نه پاتې کیږو چې کمېسیون دې په یوطرفه ډول د رأیو بیا شمېرنه ترسره کړي."

بلخوا د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم له کمېسیون نه غواړي چې زر تر زره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) اجرائیوي رئیس یوسف الرشید ازادي راډيو ته وویل، د ټاکنو کمېسیون تر سخت سیاسي فشار لاندې دی.

ښاغلي یوسف زیاته کړه: "روان حالت زموږ لپاره هم د اندېښنې وړ دی. د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر سخت سیاسي فشار لاندې دی او موږ د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو علایم اوس په سترګو ګورو. موږ او د افغانستان خلک دې حالت سخت اندېښمن کړي یو."

په پام کې وه د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو

تراوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دوه ځلې ځنډېدلی او لا هم په دې پورې تړلې چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ شي، هغه بهیر چې څرګنده نه ده څومره نور وخت به ونیسي.