شاته

طالبانو د افغان امریکايي پوهنتون دوه استادان خوشي کړل ـ سرچینه

په افغان حکومت کې یوې سرچینې د طالبانو لخوا د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو خوشي کول تائید کړل.

دغه سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط نن سې شنبه د نومبر پر ۱۹مه د «لړم پر۲۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو یو امریکايي او بل اسټرالیايي استاد له پاکستان سره پر پوله د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې امریکايي لوري ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ویلي، چې یاد استادان امریکايي چارواکو ته تر سپارل کېدو وروسته خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

طالب سرچینو هم اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره خبرو د یادو استادانو خوشي کول تائيد کړي دي.

د افغان امریکايي پوهنتون یاد دوه استادان، امریکايي کيون کنګ او اسټرالیايي ټيموتي ويکس د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې په کابل ښار کې کې د طالبانو لخوا وتښتول شول.

په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون ادارې هم پر خپل رسمي ویب سایټ په دې اړه د خپاره شوو خبرونو هرکلی کړی.

یاد بهرني استادان یوه ورځ وروسته تر هغه خوشي کېږي، چې د سرچینو په وینا د وسله والو طالبانو درې جګپوړي غړي له بګرام زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته تېره شپه قطر ته رسېدلي دي.

افغان ولسمشر د «نومبر پر ۱۲مه» د یادو استادانو د خوشي کولو په بدل کې په مشروط ډول د انس حقاني او دوو نورو طالبانو د خوشي کولو اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د بندیانو د خوشي کولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار سره پر ټلیفون خبرې کړي وې.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې د طالبانو له بند څخه د یادو استادانو د خوشي کولو په هدف پاکستان، افغانستان او قطر ته سفرونه وکړل.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر خپل ټوېټر د طالبانو لخوا د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کېدو هرکلی کړی.

تر دا مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ او امریکايي چارواکو د یادې تبادلې په اړه څه نه دي ویلي.