BBC
 شاته

طالبان: له افغان حکومت سره د بندیانو تبادله د اوس لپاره ځنډېدلې

افغان وسله طالبان وایي، له افغان حکومت سره یې د بندیانو د تبادلې خبره د اوس له پاره ځنډېدلې ده. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، څرنګه چې د دوی درې بندیان ټاکلي ځای ته نه دي لېږدول شوي، دوه بهرني استادان هم چې په بدل کې یې خوشي کېدل، پرې نه ښودل شول.