شاته

افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته محدود پلاوی استوي

د افغانستان د جمهوري ریاست وايي، چې د افغان حکومت په رهبرۍ به یو کوچنی خو ټول‌شموله پلاوی د چین په بین‌الافغاني غونډه کې ګډون وکړي.

د ستراتیژیکو او عامه اړیکو په چارو کې د جمهور رئیس غني سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ نومبر ۷مه (لړم ۱۶مه) په یوې غونډه کې وویل، د مرکچي پلاوي د غړو غوره کول ستونزمن کار دی، ځکه چې د هغه پر وینا، په دې برخه کې د سیاستوالو، ګوندونو، سیاسي ډلو او مدني ټولنې ترمنځ د نظر یووالی نشته دی.

د جمهور رئیس غني سلاکار وویل، حکومت هیڅ‌کله د سولې خبرې په خپل انحصار کې نه دي ساتلي، بلکې هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو وړ پلاوی وټاکي.

هغه زیاته کړه: "د بیجینګ کنفرانس ته ځو... یو لېست هم نهايي شوی دی، د دغه لېست په اړه سلامشورې هم شوي دي، زموږ ټینګار دا دی چې یو لنډ لېست، یو منحصر پلاوی... چې د افغانستان له ټولو قشرونو څخه استازولي وشي کولی، خو شمېر یې محدود وي، ځکه چې په محدود شمېر کې ښه او آرامه بحث کېږي".

افغان حکومت تر اوسه د دغه پلاوي نومونه په ډاګه کړي نه دي.

ښاغلي عمر همدا شان وویل، طالبان هڅه کوي چې د افغان پلاوی یو موټی نه وي او په انفرادي ډول په دې غونډه کې حضور ولري.

افغان حکومت تمه لري، چې د چین بین‌الافغاني غونډه د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.

ټاکل شوې وه چې په چین کې د افغان سولې په تړاو دا غونډه تیره اونۍ جوړه شوې وی، خو د ځینو لاملونو له کبله وځنډول شوه.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا غونډه کله جوړېږي.