شاته

د کانګو تر ټولو لوی جنګسالار په ۳۰ کلونو بند محکوم شو

د جنایتونو نړیوالې محکمې د کانګو یو پخوانی زورواک او جنګسالار د جنګي جنایتونو، قتل، جنسي تېریو او نورو جنایتونو په تور په ۳۰ کلونو بند محکوم کړ.

د کانګو دا جنګسالار په "ترمیناتور" مشهور و چې اصلي نوم یې باسکو تیګاندا دی. نوموړی په کانګو کې د طبيعي زيرمو څخه په یوې برخمنې سیمې کې په نژادي جګړې کې پوځي قومندان و چې څو میاشتې مخکې د جنګي جنایتونو او بشري ضد کړنو په ۱۸ پېښو تورن شو.

دېرش کاله بند د جنایاتونو د نړیوالې محکمې تر ټولو ډېره سزا ده چې يو مجرم ته یې ورکوي، مګر بیا هم قاضي غوښتل چې هغه خپل ټول عمر په زندان کې تېر کړي.

د افریقا د بشري حقونو د څار د برخې مرستیال ادا سایر د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. هغه وویل: "باسکو تیګندا ته د ۳۰ کلنو بند سزا نورو ته یو قوي پیغام ورکوي چې آن هغه خلک چې چا به لاس هم نشو وروړلی، اوس زندان ته اچول کیږي. په دې سره د قربانیانو درد نه دوا کیږي، خو لږ تر لږه هغوی به خوښ شي چې بلاخره عدالت تامین شو."

تيګندا چې تل یې د خپلې بې ګناهۍ دعوه کوله، په افریقا کې د مصونیت په یو سمبول بدل شوی و. قاضیانو وویل چې هغه په ټولو پېښو کې یا مستقیمآ او یا غیر مستقیمآ دخیل و.

د نوموړي سرتيري همدغه راز پر ماشومانو هم په جنسي تیري تورن وو او هغوی به یې د غلامانو او وینځو په شکل ساتل. د تیګندا ساتونکي هم ماشومان وو.

د هغه محکمه په هالنډ کې څو اونۍ روانه وه او هغه په خپله د ځان دفاع کوله. نوموړي قاضیانو ته وویل چې هغه غوښتل د یو پوځي ځواکمن قومندان په توګه یاد شي، خو قاضیانو ته یې دلایل د منلو نه وو.

تیګندا د "کانګو د ازادۍ وطنپال ځواک" مشر و. د دغو ځواکونو بل مشر په ۲۰۱۲ کې جګړو ته د ماشومانو د جذبولو له کبله په ۱۴ کلونو بند محکوم شوی وو.

باسکو تیګندا د خپل واک او ځواک له لاسه ورکولو وروسته ځان په خپله تسلیم کړی و.