شاته

د کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماتیک جنجال ته کتنه کړې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل کې د پاکستان سفارت د قونسلي برخې تړل کېدو او اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سره د شوي ناوړه چلند په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي، که څه هم اسلام اباد هېڅکله له افغانستان سره ښه او مناسب چلند نه دی کړی، خو په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا خپله تګلاره تونده کړې او د سیاسي اړخ ترڅنګ یې د افغانانو پر وړاندې پر نظامي اقداماتو هم لاس پورې کړی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، پاکستان څه موده مخکي په کابل کې افغانانو ته د وېزو ورکول محدود کړل او ورسره هم مهاله یې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان پر خاورې راکټې بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو او خلکو له تند غبرګون سره مخ شول.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا له دې سره په کابل کې د دغه هېواد سفارت تر نامعلومې مودې نه یوازې افغانانو ته د وېزو د ورکړې لړۍ ودرلوله ، بلکې خپل دفتر یې هم وتاړه او د دې ترڅنګ د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) وړمه ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل احضار کړ چې دا یو غیر ډيپلوماتیک چلند دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، هرکله چې د افغانستان له کبله پر پاکستان نړېوال او سېمه ییز فشارونه راغلي، بیا یې د کابل په وړاندې جدې تګلاره غوره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، اوس چې ټاکل شوې د افغانستان حکومت د سولې په راتلونکو خبرو اترو کې مهم او ځواکمن رول ولري او په دې برخه کې یې مخکي له مخکي د سولې طرحه له ځینو شرطونو سره هم وړاندې کړې، نو پاکستان به هرو مرو یو ځل بیا هڅه وکړې چې په دې پروسه کې خپل رول پیاوړی او افغان حکومت چې د افغانانو استازولي کوي، څنډې ته کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي، درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د ای اس ای دفتر ته ورغلی، هلته تلاشي شوی او سپک چلند ورسره شوی دی.

وړاندې راغلي، دلته څو ټکي دي چې د هېچا پام ورته نه شته. لومړی دا چې سفیر د استخباراتو دفتر ته ولې ورځي؟ دا په خپله د افغانستان سپکاوی دی چې سفیر یې د یوه هېواد استخباراتي ادارې ته احضاریږي او هغه د ډيپلوماتیک عرف خلاف هلته ورځي، دلته د افغانستان سپکاوی او د ځان سپکاوی په خپله مشعل هم کړی دی.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، پاکستان ځکه دا ډول چلند کوي چې د ملي یووالي حکومت پاکستان ته امتیازات ورکړل؛ هغه امتیازات چې په تېرو اویا کلونو کې د افغانستان حکومتونو یې لسمه برخه هم نه وه ورکړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، ولسمشر غني پاکستان ته په سفر کې د پوځ مرکز ته ورغی او د افغانستان غرور یې د پاکستاني پوځ پښو ته وغورځاوه، د امنیتي تفاهم لیک سندونه یې لاسلیک کړل او پاکستان د ډیورنډ په اوږدو کې د اغزن تار او کټارو درولو او لسګونو پوستو او تاسیساتو جوړولو اجازه ورکړه.

هېواد:

خو هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د پاکستاني استخباراتو له خوا د افغانستان د سفیر احضارول او ورسره ناسم چلند، د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

وړاندې راغلي، کابل د اسلام اباد دغه ادعا هم څيړي چې ویلي یې دي په افغانستان کې یې د ډيپلوماتانو ژوند ته ګواښ متوجه دی.

خو د سرمقالې لیکوال ادعا کوي، دا بیخي د خندا وړ پلمه ده ځکه ترهګرې او طالب ډلې د پاکستان جنګیالي دي او دا ډلې د پاکستان تر امر لاندې پر عامو خلکو او ان ښځو او ماشومانو هم ترهګریز بریدونه کوي.