شاته

انتخاباتو کمېسیون: درملوګ په ټاکنو کې د ۴۷ زره رأی ورکوونکو عکسونه څېړلي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو غړی وايي چې د درملوګ کمپنۍ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ۴۷ زره رأی ورکوونکو عکسونه څېړلي او کمېسیون ته یې لېږلي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پنځه ورځې وړاندې ویلي وو چې د بایومټریک رأیو د تصیفې کارونه په درې ورځو کې خلاصېږي، خو د پنځو ورځو په تېرېدو سره نن پنجشنبه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړو په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د درملوګ کمپنۍ د رأیو ورکوونکو د ۴۷ زرو عکسونو فني څېړنه کړې او کمېسیون ته یې سپارلي.

د دغه کمېسیون غړي محمد عبدالله د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه عکسونه د هغو کسانو دي چې تکراري رأیې یې ورکړي او یا یې عمرونه کم وو.

د ښاغلي عبدالله په خبره، له دې وروسته کمپنۍ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له وخت مخکې یا وروسته رأیو د ورکړې بهیر پيلوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله

دی زیاتوي: "د تکراري ګوتو او له وخت مخکې یا له وخت وروسته چې د سهار له اوو بجو تر ماښام پنځو بجو پورې وي، له ژمنې او ټینګار سره د نن ورځې تر پایه ختمېږي او موږ ته رالېږل کېږي."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د رأیو څېړنه کې ځنډ راغلی.

په پرله پسې توګه د رأیو په شمېرلو او د رأیو په تصیفه کولو کې ځنډ انتخاباتي ټیمونه هم اندېښمن کړي دي.

د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم ناظر داود سلطان زوی وايي چې د انتخاباتو د مهالوېش ځنډېدو دوی اندېښمن کړي.

دی وایي: "د مهالوېش ټولو موضوعاتو اندېښمن کړي یوو، هر څومره چې پروسه ځنډېږي، د خلکو تشویش زیاتېږي او هر ډول توطیې ته لاره هوارېږي چې دې کار خلک اندېښمن کړي."

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم ناظر محمد یونس نواندېش وايي چې د درملوګ کمپنۍ سست کار د دوی ټیم اندېښمن کړی.

ده وویل: "کله چې یوه کمپنۍ د خپل کار محاسبه کوي، نه شي کېدای چې دومره یې په کارونو کې زیات توپیر موجود وي، حتی ورځې ورځې تفاوت موجود دی، کېدای شي چې څو ساعته محاسبه کې توپير وي، په دې دلیل د اندېښنې وړ دی، تمه لرو چې دغه نقیصه ژر رفعه شي، موږ په تمه یوو، څو پوه شو چې د دومره ځنډ دلیل څه دی."

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د وروستي مهالوېش له مخې ټاکل شوې چې لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ پایلې یې د قوس په ۱۵مه نېټه اعلان شي.