شاته

ننګ: د بیومټریک معلوماتو لرونکو رأیو د تصفیې چارې نن پای ته رسېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په اعلان کې د ځنډ دلیل دا دی چې د درملوګ کمپنۍ په دقیق ډول رایې وارزوي او پاکې او تقلبي رایې بېلې کړي.

ددغه کمېسیون د دارالانشاء رئيس حبیب الرحمن ننګ ازادي راډیو ته وویل، د رأیو د تصفیې چارې په نورمال ډول مخته ځي او د نن ورځې تر پایه به دغه بهیر بشپړ شي.

"هغه څه چې موږ ته درملوګ راباسي هغه تکراري رأیې، د ګوتو تکراري نښې او [د شخص پرځای] له عکس څخه اخیستل شوي عکسونه دي. دا هغه موارد دي چې درملوګ یې موږ ته راپور راکوي".

ښاغلی ننګ وايي، له هغې وروسته چې د بیومټریک معلوماتو لرونکو رأیو تصفیه خلاصه شي، د څارونکو په حضور کې به په ولایتو او مرکز کې د رأیو تفتیش پیل شي.

خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه د درملوګ په کارونو کې ځنډ د اندېښنې وړ بولي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) اجرایوي رئيس یوسف رشید ازادۍ راډیو ته وویل، "درملوګ په لومړي سر کې له کمېسیون څخه دوه ورځې وخت غوښتی و، وروسته درې شو، اوس اوه ورځې شوې، خو له بده مرغه چې کمپنۍ تر اوسه نه ده چمتو شوې. موږ، د ولسمشرۍ نوماندان او د افغانستان خلک په دې تړاو اندېښنه لرو."

تردي مهاله د درملوګ کمپنۍ د بیومټریک معلوماتو لرونکو رأیو دوه ډوله شمېرې کمیسیون ته وړاندې کړي. لومړی یې څه باندې یو میلیون او ۷۹۱ زره او بل یې یو میلیون او ۹۲۹ زره دي.

ددغو شمېرو ترمنځ څه باندې ۱۳۷ زره رأیې توپیر دی چې د ټاکنو کمیسیون د چارواکو په وینا قرنطین شوي دي.

په پام کې ده د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه او نهايي پایلې د قوس په ۱۵ نېټه اعلان شي.