شاته

د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټال سنټر مهرولاک ماتېدل؛ 'د تورنو کسانو دوسیه ناڅرګنده ده'

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ډیجیټالي معلوماتو مرکز مهرولاک د ماتیدو په قضیه کې د تورنو کسانو دوسیه د څلورو ورځو په تېریدو سره لا هم لوېې څارنوالۍ ته نه ده رسیدلې.

د هغو اسنادو له مخې چې ازادي راډیو ته رسیدلي، د درېیو مسوولو کسانو دوسیه څلور ورځې مخکې څارنوالۍ ته سپارل شوې، خو ددغې ادارې ویاند وايي، د یادو دوسیو په اړه اطلاع نه لري.

د میزان په ۲۸مه د رایو د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټال سنټر مهرولاک ماتېدو دوه ورځې ددغه کمیسیون کارونه وځنډول. تردې پېښې وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمیسیون له ځینو چارواکو سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

له دغه جنجال وروسته د انتخاباتو کمیسیون د موضوع د ارزونې په هدف، د دوو کمیشنرانو په مشرۍ یو پلاوی وګماره چې له څو ورځو ارزونو وروسته یې په نهو پاڼو کې یو راپور خپورکړ.

که څه هم په دغه راپورکې راغلي چې رأیو او حساسو موادو ته لاس نه دی وړل شوی، خو د کمېسیون د ډیجیټالي معلوماتو د مرکز د مهرولاک ماتولو له امله درې کسان لوېې څارنوالۍ ته ور وپیژندل شول.

په دوی کې د کمیسیون د دارلانشاء امنیتي سلاکار حمید احمدزی، د کمیسیون د غیرنظامي ساتونکو مسوول لطف الرحمن او د پولیسو مامور سید اصغر شامل دي چې ترقانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.

دغه راپور د عقرب په څلورمه له یوه لیک سره د انتخاباتو کمیسیون د رئیسې حوا علم نورستانۍ په لاسلیک، لوېې څارنوالۍ ته ولیږل شو.

د ډیجیټالي معلوماتو مرکز د دهلېز مهرولاک ماتولو له امله د ټاکنو کمېسیون د عقرب/لړم په څلورمه، درې کسان لوېې څارنوالۍ ته وروپیژندل.
د ډیجیټالي معلوماتو مرکز د دهلېز مهرولاک ماتولو له امله د ټاکنو کمېسیون د عقرب/لړم په څلورمه، درې کسان لوېې څارنوالۍ ته وروپیژندل.

د دغه کمیسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ازادي رادیو ته وویل، "دوی ټول موارد وارزول او چا چې په دنده کې غفلت کړی و، د هغو په اړه یې هم تصمیم ونیوه او د عقرب په څلورمه یې یو مکتوب لوېې څارنوالۍ واستاوه."

خو لوېې څارنوالۍ ددغه مکتوب له لېږل کېدو څلور ورځې وروسته، ددغې ادارې چارواکي وايي، دوی ته د سه شنبه (عقرب ۷مه) تر پایه داسې کوم مکتوب نه دی رسېدلی.

د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او اړیکو رئیس عبدالقهار فرخ سیر ازادي راډیو ته وویل: "دغه دوسیه تراوسه پورې موږ ته نه ده رسیدلې. وبه وینو چې جزیئات یې څه دي. څو کسان دي او تورونه پر چا دي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، په دې برخه کې نه پرمختګ دوی اندېښمن کړي.

ددغه ټیم یوه غړي نور الرحمان اخلاقي ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو کمیسیون تراوسه د ډیجیټالي معلوماتو مرکز د مهرولاک ماتېدو د ځای او وخت ویډیو دوی ته نه ده سپارلې او "څارنوالۍ ته د تورنو کسانو د دوسیې نه رسیدل د اندیښنې وړ ده."

"موږ توافق وکړ [چې د ټاکنو کمیسیون] کار باید دوام وکړي او ارزیابي دې هم روانه وي. په دواړو مواردو کې کوچنی پرمختګ هم نه دی شوی."

دغه جنجال وروسته له هغه پیل شو چې د ټاکنو کمیسیون ځینې کارکوونکي او د پولیسو د ځانګړو ځواکونو ځینې سرتېري د میزان په ۲۸مه د شپې شاوخوا ۹ بجې د هغې ودانۍ د دهلیز مهرولاک مات کړ او ورننوتل چې د ډیجیټالي معلوماتو مرکز یې په دویم پوړ کې دی.

د ټاکنو کمیسیون چارواکو وویل، دغه پولیس سرتېري چې د ودانۍ د ساتلو مسئولیت یې درلود، د سړې هوا له امله دهلیز ته ننوتي وو.