شاته

امریکا له سوریې څخه وتونکي پوځیان عراق ته لیږي

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وویل، له سوریې څخه شاوخوا زر ایستل کېدونکي امریکايي پوځیان به تر ډېره ښايي د عراق په لوېدیځ کې ځای پر ځای کړي چې د داعش سختدریځې ډلې پر ضد په جګړې تمرکز وکړي.

ایسپر د شنبې په ورځ (اکتوبر ١٩) د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې، چې منځني ختیځ ته روانه وه؛ وویل، د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو د ایستلو سرعت یې د ورځو خبره نه ده بلکې د اوونیو ده. ایسپر زیاته کړه "د عراق په ختیځ کې دغه زر تنه وتونکي سرتیري به دوه لوی هدفونه ولري چې یو د عراق د دفاع سره مرسته ده او دوهم د داعش پر ضد مبارزه ده."

ایسپر همداراز وویل "همدا اوس داسې پلان لرو. خو د اوس نه د عسکرو تر مکمل ویستلو پورې کیدای شي پلان بدل شي."

اسوشیتد پرس د یو امریکايي چارواکي له قوله چې د نوم د نه اخیستو په شرط یې خبرې کړي لیکلي چې تر اوسه ٢٠٠ امریکایي پوځیان له سوریې څخه وتلي دي او شاوخوا دوه اونۍ به ونیسي چې ټول امریکایي پوځیان د سوریې له شماله ووځي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې کردي ملېشو ته خبرداری ورکړی چې که له "خوندي سیمې" ونه وځي نو "ککرۍ به یې وځپل" شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د اکټوبر په ۱۷مه، په انقره کې خبریالانو ته وویل، ترکیې موافقه وکړه چې ۱۲۰ ساعته د سوریې په شمال کې پوځي عملیات ودروي، ترڅو کرد ملېشه ځواکونه د سوریې پولې ته نږدې له امن سیمې ووزي.

رجب طیب اردوغان پرون په ټلویزیوني وینا کې وویل، که د وتلو پروسه د اکټوبر تر ۲۲مه، بشپړه نه شی، عملیات به له هغه ځایه چې درول شوي وو، بیا پیل کړي.

د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د سوريې په شمالي سمیو کې یې د اسلامي دولت یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د تروریستانو په سترګه ګوري.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې د "نوې خوندي" سیمې په اړه بحث وکړی. ترکیه غواړي چې له سوریې تښتېدلي کډوال، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي او په دغه سیمه کې یې ځای پرځای کړي.

ښاغلی اردوغان به د اکټوبر په ۲۲مه، د روسیې په په سوچي ښار کې له ښاغلي پوتین سره وګوري.

د رپوټونو په اساس، د سوریې په شمال کې د اوربند د موافقې برسیره دواړه خواوو پر یوه او بل تور لگوي چې له اوربند څخه یې سرغړونه کړې ده.

د سوریې کردي چارواکی طلعت یونس وایي "ترکي پوځیان او د هغې اجیرانو خپل بریدونه ونه درول او په پر راس العین باندې هوایي او هر ډول درنې وسلې وکارولې. "


ښاغلي یونس په ملگرو ملتونو، ازاده نړۍ او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په ترکیې فشار راولي د کردانو قتل عام بند کړي. د یونس په وینا د اوربند د ماتیدو امله ١٧ ملکي وگړي مړه شوي او ٢۴ نور ټپیان دي

د ترکیې دفاع وزارت پر کرد ځواکونو تور پورې کړی چې ۱۴ حملې او نور پاروونکي کارونه یې کړي دي.