شاته

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او د امریکا-طالبانو ترمنځ یې د خبرو د بیا پېلېدو غږ کړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا نن د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۰مه (تلې ۲۸مه) په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې همدغه راز په بین الافغاني مذاکراتو ټینگار وکړ.

هغه وویل بین الافغاني مذاکرات به په افغانستان کې داسې حکومت رامنځ ته کړي چې د افغانستان لاسته راوړنې وساتل شي نه د "اسلامي دولت" په څیر حکومت.

ښاغلي کوبیا وویل افغانستان اوږده لار وهلې او هغه حکومت چې د احتمالي مذاکراتو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي باید د نژدې دوو لسیزو لاسته راوړنې تضمین کړي، خو که د سولې د احتمالي مذاکراتو په نتیجه کې د "اسلامي دولت" په څیر حکومت جوړ شي د دا ډول حکومت سره کار کول به ددې اتحادیې (اروپایي ټولنې) لپاره مشکل وي.

هغه زیاته کړه: "د سولې تر هوکړې وروسته، افغانستان اړتیا لري، چې داسې یو حکومت رامنځته کړي، چې د لوېدیځو هېوادونو له نظر سره سم وي، تر څو له راتلونکي حکومت سره همکاري وکړي."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سولې ته د رسېدو لپاره لومړی د اوربند ټینګېدل اړین وبلل او زیاته کړه، چې خپله افغانان باید په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل کیدو غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر اومه له طالبانو سره د افغان سولې په اړه خبرې لغوه اعلان کړې.

ښاغلی کوبیا وویل: "موږ هیله لرو، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیلېدو شاهدان وه اوسو، او تر هغه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو شاهدان وه اوسو، چې په دې خبرو کې باید د ټولو اړخونو ټول شموله استازي ګډون ولري."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ګواښ وکړ، که چیري د سولې تر هوکړې وروسته په افغانستان کې اسلامي امارت رامنځته شي اروپايي ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې قطعه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه د افغان سولې خبرو د بیا پیلېدو په هدف د نورو اړخونو ترڅنګ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له استازي زلمي خلیلزاد سره له نژدې کار کوي.

کوبیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې د احتمالي هوکړې تر رامنځته کېدو وروسته نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرېنږدي، بلکې په بیارغونه، پرمختګ، سوداګرۍ او نورو برخو کې ورسره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه د افغان سولې په اړه د روانو هڅو ملاتړ کوي.

هغه وویل، چې د سولې خبرو پیلېدو په صورت کې اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د دغو مذاکراتو د موادو د عملي کېدو تضمین وکړي.