شاته

پامپیو: امریکا د هسکې مېنې پېښه په کلکه غندي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، امریکا په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې او په دې هیواد کې له سولې او ثبات سره د مرستې لپاره پر ژمنې ولاړه ده.

پامپیو په یوه بیان کې وویل، د افغانستان په ننګرهار کې پر یوه جومات پر لمونځ کوونکو حمله د هغو کسانو بې رحمي ښيي چې د انسان ژوند ورته اهمیت نه لري او د بې ګناه انسانانو پر ضد تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

ده همداراز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه د ملکي وګړو قصدي وژنې په کلکه غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

پامپیو زیاته کړې، امریکا له افغانانو سره، چې د سولې او له هر ډول تاوتریخوالي د پاکې راتلونکې غوښتونکي دي، ولاړه ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر موسسو او هیوادونو د ننګرهار د هسکې مېنې خونړۍ پېښه غندلې ده.