شاته

د سینې د سرطان واکسین به 'په څه کم لسو کالو کې جوړ شي'

د فلوریدا په جکسنویل ښار کې د "مایو کلینک" څیړونکي وایي ښایي په راتلونکو اتو کلونو کې به د سینې د سرطان هغه واکسین چې دوی جوړ کړی د استفادې لپاره وړاندې کړي.

د "فوربز" مجلې د رپوټ له مخې څیړونکي ادعا کوي چې دغه واکسین به نه یواځې د سینې د سرطان او د تخمدان د سرطان مخنیوی وکړي، بلکه کولای شي د هغې د رامنځ ته کیدو مخه هم ونیسي.

د مایو کلینک څیړونکی ډاکتر کیت ال. نوتسون، ددغې مجلې سره په مرکه کې وویل: "معقوله ده چې ووایم ناروغان کولای شي دغه واکسین په راتلونکو اتو کلونو کې ترلاسه کړي".

ډاکتر نوتسون همداشان وویل چې ددغه واکسین د جوړولو کار لا هم په لومړنیو پړاونو کې دی.

هغه ویلي دي چې لا هم دریو کلونو ته اړتیا ده چې ددغه واکسین د دریم پړاو ازمایشونه پر زیات شمیر ناروغانو باندې چې د سینې په سرطان اخته دي ترسره شي.

د سینې سرطان د ښځو ترمنځ یو د خورا زیات رامنځ ته کیدونکي سرطانونو له ډلې څخه دی او هر کال د نړۍ په گوټ گوټ کې څه دپاسه دوه میلیونه ښځې پرې اخته کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی دی چې یواځې په ٢٠١٨ کال کې څه دپاسه ۶۲۷ زره ښځې د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو له وجې مړې شوې دي.

تر اوسه د سینې د سرطان د درملنې لپاره د وړانگو ورکړه او جراحي عملیات مروجې لارې چارې دي. په واکسین سره ددغه ناروغۍ درملنه کولای شي د نړیوالې روغتیا په ډگر کې یو ستر گام وي.