شاته

د ټاکنو سمه نتیجه د پایلو تر ناوخت اعلان غوره ده- جان بس

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۴) د افغانستان د انتخاباتو کمیسون ته ولاړ او د کار کوونکو کارونه یې وستایل.

ښاغلي بس وویل:" موږ ته مهمه دا ده چې خلک د ټاکنو پر ښو پایلو باور وکړي،" خیر که نتیجه ناوخته اعلانیږي.

نوموړي وویل که کمیسیون د ټاکنو د پایلو اعلان ته ډېر وخت غواړي هم کومه ستونزه نشته، خو مهمه دا ده سمه نتیجه اعلان شي. هغه پر ټاکنو د خلکو پر باور او اعتماد کولو ټېنګار وکړ.

سفیر جان بس دا هم وویل چې باید افغانانو ته معلومه شي چې د ټاکنو په ورځ په کومو ځایونو کې او څومره مرکزونه او محلونه تړلي وو. هغه وویل که د بایومیټریک بهیر همداسې روان وي، خلک باید په دې باور وکړي چې د الکترونکي پایلو نتیجه د اصلي رایو نتیجه ده.

هغه وویل: "موږ به له کمیسیون سره نژدې کار کوو او د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه به د هغوی هلې ځلې ستایو."

نوموړي وویل چې باید امنیتي ځواکونو او نورو خلکو ته چې د ټاکنو په ورځ یې قرباني ورکړې، درناوی وشي.

ښاغلي بس د ټاکنو کمیسیون استقلالیت وستايه چې پرېکړه یې وکړه کومې رایې باید وشمېرل شي او کومې ونه شمېرل شي. هغه همدغه راز په دغه برخه کې د امریکا د مرستو یادونه هم وکړه. خو د بایومیتریک رایو پر شمېرلو یې تاکید وکړ.

د سپتمبر په ۲۸ د ولسمشر ټاکنې وشوې چې ټاکل شوې څو ورځو کې یې ابتدايي پایلې اعلان شي.