شاته

د وزیرستان نه د برمته شوو ډاکټرانو ویډیویي پیغامونه خپاره شوي

د جنوبی وزيرستان د وانا د سیمې نه دوه ډاکټران برمته شوي و چې اوس یې په یوې ویډیویي پېغام کې د حکومت نه غوښتي د هغوي د خوشي کیدو لپاره دې اقدامات وکړل شي.

د برمته شوو ډاکټرانو ویډیو یي پيغامونه د تحریک طالبان پاکستان ډلې رسنیو ته استولي دي چې پکې دواړو ډاکټرانو د عمران خان او د نورو لوړپوړو چارواکو نه غوښتي دي چې د هغوي ژوند د خطر سره مخ دی، او د هغوي د خوشي کولو لپاره دې اړ گامونه پورته کړي.

په دغه ویډیو کې یو برمته شوی ډاکټر چې نور حنان وزیر نومیږي وایي چې: "زما ژوند ته خطره ده، د پاکستان صدراعظم او د خیبر پښتونخوا والي دې زما د خوشي کولو لپاره خپل رول ولوبوي."

هم دغه ډول پیغام دوهم برمته شوي ډاکټر عبدالله عابد قریشي لخوا خپور شویدی.

د یادونې وړ ده چې د وانا په روغتون کې کارکونکی ډاکټر نور حنان وزیر د سپتمبر په ١٢ هغه وخت لادرکه شو چې د روغتون نه خپل کور ته په لار روان و. د دغې پیښې نه یوه ورځ وروسته ډاکټر عبدالله عابد هم لادرکه شو.

د دغو ډاکټرانو د برمته کیدو وروسته د وانا روغتون برسیره د سیمې نورو ډاکټرانو احتجاجونه وکړ او د حکومت نه یې د ډاکټرانو د امنیت او د هغوي د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د ډاکټرانو د لادرکه کیدو نه وروسته کومې ډلې د هغوي د برمته کیدو مسولیت نه و منلی خو په وروستۍ ویډیوگانو کې دواړو ډاکټرانو تائید کړیده چې هغوي د تحریک طالبان پاکستان سره دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي چې هغوي د ډاکټرانو د خوشي کیدو لپاره اقدامات کوي.