شاته

طالبان سولې ته ژمن نه دي- جنرال پیټریس

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخوانی قومندان "جنرال ډیویډ پیټریس" له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې ژر دې له افغانستان څخه ونه وځي.

دغه متقاعد جنرال چې څو کاله یې په افغانستان کې له طالبانو او دغلته له نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې مشري په غاړه لرله وايي چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.

هغه وايي:"زه فکر کوم چې طالبان دې سولې ته ژمن نه دي." ښاغلي پيټریس د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل "زه ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکوم، که د تل لپاره هلته نه پاتې کیږي، د ډېر وخت لپاره دې پاتې شي، ځکه چې له طالبانو سره وروستۍ خبرې اغیزناکې نه وې. طالبان خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي او ښايي (که نړیوال ځواکونه ووځي) کورنۍ جګړه پیل شي."

هغه ټېنګار وکړ چې باید د یوې قوي تګلارې په اساس امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. جنرال ډیویډ پیټریس وویل"لا هم افغان ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي او امریکا او د ایتلاف غړي هیوادونه باید افغان ځواکونه وروزي او تجهیز یې کړي. "

جنرال پیټریتاس چې د یو کال لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتي اداري (سي آی اې) مشر هم وو، وايي داسې نه ښکاري چې طالبان دې په واک کې شراکت ومني، د هغه په خبره باید له افغانانو سره مرسته وشي چې تېرې لاس ته راوړنې خوندي وساتي.

هغه د سولې په خبرو کې د پاکستان پر رول هم وغږېده او ویې ویل چې اسلام اباد د سولې په مذاکراتو کې رول لري. نوموړي وویل چې د طالبانو، داعش او نورو اورپکو ډلو مرکزونه په خیبر درې، اورکزی ایجنسۍ، بلوچستان او نورو سیمو کې دي او واک یې هم د دغو افراطیانو په لاس کې دی.

د امریکا دغه متقاعد جنرال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړي.

تېره اونۍ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له مشرانو سره ولیدل. تر دې وړاندې دواړه خواوو شاوخوا نهه میاشتې خبرې وکړې او داسې هیلې وې چې شاید یوې موافقې ته ورسیږي.

له جنرال ډیویډ پیټریس سره بشپړه مرکه وروسته خپریږي