شاته

پاکستاني او چینايي قاچاقبران معدنونه غلا کوي- ننګرهار چارواکي

د ننگرهار د گوشتې ولسوالۍ محلي مسولین وایي چې پاکستاني او چینایي قاچاقبران ،د محلي زورواکانو په مرسته د دغه ولسوالۍ له کانونو قیمتي معدن غلا کوي.

د ننگرهار د گوشتې ولسوالي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کی پرته ده وايي چې د کانون او پټرولیم د ریاست د شمیر له مخې په دې ولسوالۍ کې پنځه غټ او په لسگونو واړه کانونه ثبت شویدي.

د گوشتې ولسوال حاجی غالب مجاهد امریکاغږ ته ویلي چې پاکستاني او چینایي قاچاقبران د دې ولسوالۍ قیمتي معدن او ډبرې بلې غاړې ته قاچاق کوي. د ښاغلي مجاهد په وینا محلي زورواکان په قاچاق کې لاس لري اونورو بهرنیو قاچاقبرانو ته د قاچاق دپاره لاره هم برابروي.

هغه وايي"په دوي کې پاکستانیانو نه علاوهزموږ ملیشیهم لاس لري، د اجمل وزیري په نامه د ډیورنډ د کرښی هاخواته یو وزیرستانی تبعه د قاچاقبرانو مشر دی ، حتی چینایان دلته راځي او قاچاق کوي او د کانونو قیمتي ډبرې غلا کوي."

د گوشتې ولسوال زیاتوي چې د نظامي عملیاتو په نتیجه کې دوه غټ کانونه د قاچاقبرانو له واکه دولتي واک کې راوستل شوي خو ځیني نور کانونه لاهم قاچاقبرو په اختیار کې دي. د معلوماتو په اساس دې سیمه کې د قیمتي کاڼو غیر قانوني استخراج روان دی.

د ننگرهار د معدن ریاست په گوشته کې ددې قیمتي ډبرو په قاچاق تر اوسه خبر نه دی خو د دې ادارې ریس نصرت الله اکرامي وایي چې په دې برخه کې به پلټنې پیل کړي.

ښاغلي اکرامي دا ونه ویل چې ننگرهار کې څومره کانونه موجود دي او دې کې څومره د دولت په واک کې دي او څومره د نورو غیر مسول کسانو په لاس کې، خو دومره يې وویل چې اوس چا ته د معدنو د استخراج قراردونه نه ورکول کیږي.

بلخوا دننگرهار د والي ویاند عطاالله خوگیاڼي وايي چې دوی به په دې اړه پلټنې کوي او د کانونو د شمیر او معدنو د قاچاق په اړه چې کومې شمیرې د گوشتې ولسوال ښودلي دې هغې په اړه به د اسنادو غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې ننگرهار کې د قیمتي کاڼو یو تجار امریکا غږ ته ویلي وو چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرتو ولسوالیولکه خوگیاڼو او شېرزاد کې د معدنو یو شمیر کانونه د داعیش د ډلې په اختیار کې دياو په خپله خوښه ورنه قیمتي معدن راوباسي او قاچاق نه ېې مالي گټې ترلاسه کوي