شاته

د ټاکنو کمېسیون موقت کارکوونکي: د پارلماني ټاکنو معاشونه لا نه دي راکړل شوي

د انتخاباتو کمېسیون یو شمېر موقت کاروکونکي ادعا کوي چې د دوی معاشونه نه دې ورکړل شوي.

د ولسي جرګې له انتخاباتو یو کال او د ولسمشرۍ له انتخاباتو یوه اوونۍ تېرېږي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا تر اوسه د خپلو موقتو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.

ملیحه هغه مېرمن ده چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کمېسیون موقته کارکوونکې وه، دې تر اوسه خپل معاش نه دی ترلاسه کړی.

د ولسي جرګې د انتخاباتو د یوه انتخاباتي مرکز کارکوونکې
د ولسي جرګې د انتخاباتو د یوه انتخاباتي مرکز کارکوونکې

دې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم ترې غوښتنه وشوه چې د کمېسیون موقته کارکوونکي واوسي، خو دې ونه منله.

دا وایي: د سهار له پنځو بجو به کار ته تلم او د شپې تر اته نیمو بجو پورې به هلته وم، ډېر خطرونه مې پر ځان ومنل، له هر خوا وګواښل شوم، خو زه خپل کار ته ولاړم، له پارلماني انتخاباتو څخه یو کال تېرېږي، کمېسیون زموږ معاشونه نه دي راکړي.

د ملیحې په وینا، کمېسیون د موقتو کارکوونکو لپاره له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې معاش ټاکلی و چې باید ورکړل شوی وای.

خو په کمېسیون کې یو شمېر داسې کارکوونکي شته چې د ولسي جرګې د انتخاباتو معاشونه یې لا نه دي ترلاسه کړي او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې هم کار کړی او په تمه دي چې معاشونه به یې ورکړل شي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د رأی اچونې د یوه مرکز انځور
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د رأی اچونې د یوه مرکز انځور

ښوونکې زهرا چې د کاپیسا ولایت په یوه لیسه کې دنده لري، وايي چې په دواړو انتخاباتو کې د کمېسیون موقته کارکوونکې وه، خو تر اوسه یې حقوق نه دي ورکړل شوي.

دې زیاته کړه: سره له دې چې په کاپیسا ولایت کې امنیتي او عنعنوي ستونزې موجودې وې، خو بیا هم زه ولاړم او کار مې وکړ او په دواړو انتخاباتو کې زه د کمېسیون موقته کارکوونکي وم، خو کمېسیون لاهم زموږ معاشونه نه دي راکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کمېسیون له خوا یو سلو ۹۰ زره او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یو سلو ۵۰ زره موقت کارکوونکي ګمارل شوي وو.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ هر کارکوونکي لپاره له ۲۵۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۲۰۰۰ افغانیو پورې معاش ټاکل شوی و.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور

اوس دې ټول پوښتنو او اندېښنو ته د انتخاباتو کمېسیون کمیشنره رحیمه ظریفي داسې ځواب وايي: د ولسي جرګې د انتخاباتو معاشونه مخکې له دې چې موږ د ولسمشرۍ ټاکنو ته لاړ شو، زموږ مالي او ادارې کارکوونکو ډاډ راکړی چې ۳۴ ولایتونو ته لېږل شوي او د دې لپاره موږ جدي تدابیر هم نیولي، تر څو پیسې اصلي کس ته ورسېږي.

خو د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه په دې برخه کې د انتخاباتو کمېسیون پړ ګني.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايي، د موقتو کارکوونکو د معاشونه نه ورکول د کمېسیون په مدیریتي ضعف دلالت کوي.