شاته

د انتخاباتو کمېسیون: د رأیو په پایلو کې لاسوهونکي به څارنوالۍ ته معرفي شي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دې کمېسیون هغه کار کوونکي به څارنوالۍ ته معرفي کړي چې د رأیو په پایلو کې یې‌ لاسوهنه کړې وي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلۍ له تورونو وروسته اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، خپل هغه کار کوونکي به څارنوالۍ ته وپېژني چې په رأی پاڼو، پایلو او بایومټریک دستګاوو کې یې لاسوهنه کړې وي.

د دې کمېسیون یو کمیشنر اورنګزیب د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: د بېلګې په توګه د محل رئیس ریزلټ شېټ کې ۱۵۰ رأیې رسوي، دا ۱۵۰ رأیې د بایومټریک مامور د ریزلټ شېټ له مخې بایومټریک دستګاه ته رسوي چې زموږ معتبرې رأیې ۱۵۰ دي، داسې مهال چې بایومټریک دستګاه دا معلومولی شي چې دستګاه کې ۱۰۰ رأیې دي، که کار کوونکي دا کار سهواً کړی وي یا هم قصداً، خو موږ پوهېږو چې کوم مرکز یا هم محل کې دا کار شوی دی، موږ به د دې مرکز یا محل کار کوونکی څارنوالۍ ته معرفي کړو.

له دې وړاندې یو شمېر انتخاباتي ټکټونو ویلي وو چې د میزان په شپږمه د یو شمېر کاندیدانو په ګټه درغلي شوې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، پاکې او ناپاکې رأیې به یو له بله جلا کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا وايي، د انتخاباتي پایلو په پاڼو کې لاسوهنه جرم دی او باید عاملان یې مجازات شي.

د دې بنسټ ویاند زبیر حبیب‌زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: دا هم د انتخاباتي جرایمو له ډلې شمېرل کېږي چې باید جدي ونیول شي، که دا لاسوهنه قصدي وي، باید له اړوندو ادارو سره شریکه شي، څو د دې بهیر روڼتیا تضمین کړي.

بل لور ته بیا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د هغو مرکزونو یا هم محلونو رأیې به باطلې اعلان کړي چې بایومټریک دستګاوې یې ورکې دي.

د دې کمېسیون یوه کمیشنره رحیمه ظریفي ازادي راډیو ته وایي، هغه کسان چې د بایومټریک دستګاوو په ورکېدو کې لاس‌ لري، څارنوالۍ ته به وپېژندل شي.

دې وویل: هغو سیمو کې چې بایومټریک دستګاوې په هر ډول ورکې شوې وي، خلکو سره به یې شریک کړو، باید ووایم، په هغو سیمو کې چې موږ بایومټریک دستګاوې و نه لرو، رأیې یې نه شمېرل کېږي.

که څه هم اغلې ظریفي د ورکو شویو بایومټریک دستګاوو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو بل کميشنر مولانا عبدالله وویل، تر اوسه یې د ۷ بایومټریک دستګاوو د ورکېدو خبر تر لاسه کړی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کميشنر مولانا عبدالله
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کميشنر مولانا عبدالله

هغه زیاته کړه، د ۲۰ نورو دستګاوو د حافظې کارټونه د زورواکو له‌خوا ویستل شوي دي.

خو رحیمه ظریفي بیا وايي، د ورکو شویو بایومټریک دستګاوو شمېر ډېر کم دی او د انتخاباتو په روڼتیا به کوم اغېز و نه کړي.

راپور: امید زهیرمل