شاته

د امریکا او روسېې خبرې گټورې او که بې نتیجې؟

په چین کې د جي شل هیوادونو د غونډې په څنگ کې نن یو ځل بیا په سوریه کې د جگړې د ختمولو په اړه د متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې اترې نتیجې ته و نه رسیدلې.

خو جمهور رئیس اوباما د جمهور رئیس پوتین سره ملاقات گټور وبللو. په عین حال کې نن هم په سوریه کې په یوشمیر چاودنو کې لږ تر لږه ۴٣ کسان وژل شوي دي.

د سوریی د ثنا خبري اژانس وايی دغه چاودنې په ساحلي ښارگوټي طرطوس، په مرکزي ښار حمس او شمال ختیځ ښار، حسکه، کې وشولې.

برید کوونکیو د حکومت په یوه پیاوړي سنگر طرطوس کې 30 تنه ووژل . موټر بم له یوه پله سره نژدی وچول شو او ترهغې وروسته په راټولو شویو خلکو کې یو ځانمرگی برید هم وشو

د طرطوس ښار د ولسمشر بشارالاسد د پلویانو مرکز او د روسیې د سمندري قواو هډه ده.

خو د برتانیې د بشري حقونو د څار موسسه وايي د وژل شویو شمېر 47 ته رسېدلی. او په دې شمېر کې د پوځ یو ډگروال هم شامل دی.

د سوریې تلویزیون دا وښودل چې سیمی ته زښت ډېر زیان رسیدلی دی یوشمېر موټرونه خراب شوي دي او د ساتونکیو په وینو لړلي جسدونه په پوستې کې پراته وو.

دسوریې دولتي تلویزیون دا هم ویل چې یوه بله چاودنه په صبوره نومی سیمه کې وشوله چې پلازمینی دمشق ته نېژدې ده، په لندن کې دیره د بشري حقونو د څار موسسه وايي درۍ تنه په دې بم چونه کې ووژل شول.

د مِتحده ایالاتو ولسمشر براک اوبا ما د جي شل هېوادونو د غونډې په ترڅ کې د ترکېې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د سوریی په مسله خبرې وکړلې.

ولسمشر اوباما وویل ده او جمهوررئیس اردوغان په دې موافقه وکړله چې د سوریې د شخړې د پایته رسولو لپاره د حل یوه سوله ئیزه، اوسیاسی عبوري لاره پیدا کړو.

هغه وویل، «دا یوازینې لاره ده چې دغه وحشتناک کورنی جنگ پرې پای ته ورسېږي؛ موږ به په گډه دېته هم ادامه ورکړو چی د بشري ناورین ناوړه شرایط هلته خلکو ته اسانه کړو.

په دې توگه به د سوریې ملکیان یوځل بیا په امنیت کې واوسیږي او موږ کولای شو چې دغه سیمه کې په عمومي ډول ثبات راولو.»

په همدې ترڅ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزیر جان کېري د جي شل هېوادونو د غونډې په ترڅ کې له خپل روسي انډول سرگې لاوروف سره وکتل.

رپوټ وايي هغوي دواړه د سوریې د شخړې په اړه کومې موافقی ته سره ونه رسیدل. ښاغلی کری ویل نور و مجلسونو ته ضرورت دی چی دا اغزنه مسله حل کړی. هغه زیاته کړه،

«موږ به هغه څه وکړو چی پری باور لرو چی دا یو مشروع فرصت دی او داکار په کې سرته ورسوو.»

تراوسه پورې ددې بم چوونو مسولیت په غاړه ندی اخیستل شوی. خو په جبله او طرطوس کې چی ساحلی ښارونه دي، د اسلامی دولت ډلې د می په میاشت کې د غبرگو چاودنو چی 160 تنه پکې وژل شوي و، مسوولیت په غاړه اخیستی و.