شاته

ولسمشر غني: نوی ولسمشر به درې اوونۍ وروسته د لوړې مراسم پرځای کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد نوی ولسمشر به درې اوونۍ وروسته د لوړې مراسم پرځای کړي.

سره له دې چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو یوه اوونۍ تېرېږي، ولسمشر غني وايي، درې اوونۍ وروسته به نوی ولسمشر خپل کار پیل کړي.

ولسمشر غني دا خبرې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې وکړې.

ښاغلي غني دا څرګندونې د ښارجوړوني د سرپرست وزیر د وړاندیزونو په ځواب کې وکړې او ویې ویل، د هستوګنې د ځایونو په تړاو تر درېيو اوونیو پورې هره پالیسي چې وي، نوموړی یې په خدمت کې دی.

ده وویل: درې اوونۍ وروسته نوی ولسمشر د خلکو د رأیو په اساس د لوړې مراسم پرځای کوي، د دې اعلان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او بیا د شکایتونو کمېسیون په غاړه دی، په درېیو اوونیو کې هره عمده پالیسي چې اړتیا وي، زه ستاسې خدمت کې یم، خو په وضاحت سره وایم چې دغه وړاندیزونه باید همدغو درېیو اوونیو پورې محدودوي.

ولسمشر غني دا خبرې داسې مهال وکړې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر بنسټ د انتخاباتو د وروستيو نتایجو اعلان ته څه باندې څلور اوونۍ پاتې دي.

د دغه مهالوېش له مخې د انتخاباتو لومړني نتایج به د میزان په ۲۷مه او وروستي به یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، داسې نه ښکاري چې د عقرب په ۱۶مه نېټه د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند قاسم الیاسي وویل، د وروستیو نتایجو تر اعلان وروسته د شکایتونو کمېسیون به ۳۹ ورځې وخت ولري څو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند قاسم الیاسي
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند قاسم الیاسي

دی وایي: کله چې کمېسیون لومړني نتایج اعلانوي، دوو ورځو کې شکایتونه ثبتېږي، له هغه وروسته لږه تر لږه په ۱۵ ورځو کې شکایتونو ته رسېدنه کېږي، که چېرې پرېکړې د نوماندانو د منلو وړ نه وي، درې نورې ورځې استنافي شکایتونو ته وخت ورکول کېږي چې وروسته لږ ترلږه په ۱۵ ورځو کې کمېسیون شکایونو ته رسېدنه کوي، وروسته یوه ورځ پرېکړو ته وخت ځانګړی کېږي او یوه بله ورځ د بررسیو د اعلان لپاره ټاکل کېږي چې په مجموعي ډول له ۳۷ تر ۳۹ ورځو پورې وخت نیسي.

د شکایتونو کمېسیون د دغه غړي له وینا داسې ښکاري چې د انتخاباتو د ورستیو نتایجو اعلان ته لږترلږه ۵۰ ورځې وخت پاتې دی.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کې وايي، حکومتي چارواکي او کاندیدان باید د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته پوره حوصله او زغم ولري.

د دغه کمېسیون مرستیال عصمت الله مل زیاتوي: هیله مند یوو چې ټول مسؤلین او کاندیدان حوصله ولري او پرېږدي چې اړوندې مرجعې نتایج اعلان کړي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تراوسه څرګنده نه ده چې د میزان د شپږمې نېټې انتخابات ګټونکی لري او که نه.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، د انتخاباتو د نتایجو او د نوي ولسمشر د کار په تړاو هر ډول څرګندونې مخکې له وخته دي.

د نوموړي په وینا، داسې هېڅ اسناد او مدارک نشته چې وښایي، د جمهوري ریاست انتخابات په لومړي دور کې ګټونکی لري او که نه.