شاته

کندهار او هلمند کې نوی تعلیمي کال پیل شو

نن د افغانستان په یو شمیر هغو ولایتونو کې نوی تعلیمي کال پیل شو چې په دوبي کې ډیره ګرمه هوا لري.

د افغانستان په دوه جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند کې نوي تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شوو چي لاهم په دې ولایتونو کې د زرګونو زده کونکو پر مخ د ښونځینو دروازې تړلي دي .

په هلمند کې د نا امنیو له کبله له ۳۴۸ ښوونځیو څخه ۱۱۹ ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړلي دي .

دغه راز په کندهار کې هم ۱۴۷ ښوونځي د زده کونکو پر مخ لا تړلي پاتې دي .

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي وايي چې د دې ولایت د پوهنې رئیس او تدریسي مرستیال يې تیره ورځ له دندو څخه لري کړي او ژر به د کندهار د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره نور اغیزمن ګامونه هم پورته کړي .

ده زیاته کړه چي د بندو ښوونځیو د خلاصون په برخه کې هم ولایتي اداره هڅې کوي او له ځايي ولسي مشرانو څخه يې پدې برخه کي د مرستې غوښتنه کړې ده .

د هلمند والي حیات الله حایت نن په دغه ولایت کې د نوي تعلیمي کال د پيل په مراسمو کې د لښکرګاه د انجونو په عالي لیسه کې وويل چي " وسلوال طالبان د خپلې ناپوهۍ په دوام د زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو په تړلو د علم او پوهې سره دښمني کوي، چې په مقابل کې یې امنیتي ځواکونه د سپر په توګه ولاړ او د خپلو خلکو او خاورې ساتنه کوي ".

ده زیاته کړه چې د هیواد پرمختګ او د سولې بهیر بریا د ښوونیز بهیر پیاوړتیا سره تړاو لري، چې د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستې ترڅنګ به د ښوونیز بهیر کیفیت لوړولو لپاره ځانکړي پروګرامونه ترسره شي.

دغه راز د هلمند د ښوونې او روزنې رئیس عبدالمتین جعفر وویل چې تیرکال یې د ښوونیز بهیر پیاوړتیا لپاره ځانکړي پروګرامونه تطبیق کړي.

ده زیاته کړه چي تیرښوونیز کال کې له مرکز او ولسوالیوڅخه زرګونه زده کوونکي له دولسمو ټولګیو فارغ شوي او سږکال د نویو زده کوونکو د جذب لړۍ لاهم روانه ده

د هلمند او کندهار په څیر د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې دوبی یې ګرم دی، د سړو سیمو د تعلیمي کال پر خلاف چې د حمل د میاشتې په دوهمه ورځ پیل کیږي په دغو سیمو کې نوی تعلیمي کال د سنبلې د میاشتې په پنځلسمه ورځ پیل کیږي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي