شاته

پاکستان د خراساني د وژلو له کبله له افغانستان نه مننه وکړه

د پاکستان د صدراعظم د دفتر یوه اعلامه وايي، چې صدراعظم نواز شریف په تیلیفون کې له "افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې په خپله خاوره کې یې هغه پاکستاني طالبان، چې د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید مسول" بلل کېدل. وژلي دي.

اعلامیه وايي ولسمشر غني ښاغلي شریف ته تیلیفون کړی او د هغه د روغتیا د پوښتلو ترڅنګ یې د پاکستاني طالبانو د مشر عمر خراساني د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی. ښاغلی خراساني څو ورځې مخکې د افغانستان په ختیځ کې د ایتلاف په یو هوايي برید کې له څلور نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو دغه مشر، د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پوځي ښونځي باندې د ۲۰۱۴ کال د برید مسول بلل کیده، چې لسګونه زده کوونکي او ښوونکي په کې ووژل شول.

اعلامیه وايي ښاغلي شریف ولسمشر غني ته د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه بیا تازه کړه اواو وویل زه به " په خپلې خاورې د هر ترهګر د ختمولو هڅه وکړم."

ښاغلي شریف ترهګري یوه عمومي ستونزه بللې او د حل لاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ کار کول په ګوته کړي دي.