شاته

افغان ځواکونو د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله

د کندز چارواکي وايي چې نن سهار یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې ددغه ولایت د قلعه ذال ولسوالي يې طالبانو ته له درنو تلفاتو وراړولو وروسته نیولې ده.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وايي چې دغه ولسوالي د افغان ملي ځواکونو او کمانډو په عملیاتو کې نن سهاربیرته د افغان ځواکونو په تصرف کې راغله ده.

محمد معصوم هاشمي وویل، چې ددغې ولسوالۍ په بیرته نیولو کې افغان ځانګړو ځواکونو برخه لرله او اوس یې دغه ولسوالي د طالبانو له موجودیت څخه پاکه کړې ده.

هغه وايي چې په دغو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره هوايي ملاتړ هم موجود و.

د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر هاشمي په دغو عملیاتو کې د طالبانو د تلفاتو ارقام څرګند نه کړل، خو زیاته یې کړه چې طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي.

هغه زیاتوي چې طالبان له سیمې تښتیدلي دي او افغان ځواکونو کلي په کلي تالاشي پیل کړی ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم له وسله والو طالبانو څخه د قلعه ذال ولسوالۍ بیرته نیول تائید کړي دي.

قلعه ذال ولسوالي تقریبا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا په سختو جګړو کې د افغان ځواکونو له لاسه ووته، چې تر اوسه په کې ددولت مخالف وسله وال حاکم وو.

په کندز کې د طالبانو له خوا ددغه ولایت پر مرکز او شاوخوا سیمو کې له افغان ځواکونو سره سختې نښتې وشوې چې قلعه ذال او خان اباد ولسوالۍ په کې د طالبانو تر تصرف لاندې راغلې.

خان اباد ولسوالي له یوې ورځې سقوط وروسته افغان ځواکونو بیرته ونیوله خو قلعه ذال تقریبا دوه میاشتې د مخالفینو په تصرف کې پاتي شوه.

تیره ورځ سمیه ییزو چارواکو اعلان کړی و چې په کندز کې به د مخالفینو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغې ډلې د وسله والو له لاسه د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ د وتلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو نږدې دوه میاشتې وړاندې چې د افغانستان د دفاع وزارت یو ځل د خپلو وسله والو مخالفانو څخه د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو ادعا کړې وه، طالبانو یوه ویډیو خپره کړه چې په کې د قلعه ذال د ولسوالۍ کنټرول د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې ښودل شوی وو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.