شاته

د غزني د ګیرو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

د غزني په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي، په دغه ولسوالۍ کې په روانه جګړه کې تراوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو څخه څلور پوستې نیولي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي وایي، چې که په وخت دغې سیمې ته د مرستې لپاره ځواکونه ورنه شي نو کیدای شي دا ولسوالۍ طالبان ونیسي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړي عبدالجامع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ګیرو په ولسوالۍ کې جګړې د تیرې ورخې راهیسې پیل شوي دي.

هغه وویل چې شاوخوا پنځه سوه وسله والو طالبانو تیره شپه د ګیرو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي دي.

ښاغلي جامع وویل" د ګیرو په ولسوالۍ کې تراوسه طالبانو څلور مهمې پوستې نیولي دي، که چیرې دغې ولسوالۍ ته ځانګړي ځواکونه وانستول شي نو دا ولسوالۍ به سقوط وکړي ".

تراوسه د ګیروپه ولسوالۍ کې په روانو جګړو کې دواړو خواو ته د پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د بلې خواد غزني د اندړو په ولسوالۍ کې سیمه ایز چارواکي وایي، طالب وسله والو نن سهار د ګیرو په ولسوالۍ باندې د خپلو عملیاتو لپارهد کابل – کندهار او غزني- پکتیکا لارې بندې کړي وې.

د غزني د ولایت د اندړو ولسوال قاسم دیسوال امریکا غږ ته وویل چې طالبانو غوښتل د لارې په بندولو سره په اندړو ولسوالۍ کې افغان ځواکونه مصروف وساتي او په دې توګه د ګیرو په ولسوالۍ خپل فشار لا زیات کړي.

د اندړو ولسوال قاسم دیسوال وویل چې لاره بیرته پرانیستل شوې ده.

ښاغلي دیسوال وویل " وسلوالو طالبانو نن سهار د نږدې شلو دقیقو لپاره د غزني – پکتیکا لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه، چې د ملي اردو د عملیاتو په پایله کې بیرته پرانیستل شوه ".

د غزني په ولایت کې امنیتي چارواکي د طالبانو له خوا د ګیرو د ولسوالۍ نیولو په اړه اندیښنې بې ځایه بولي، خو دا مني چې په دغه ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د غزني ولایت د امنیت امر سمونوال اسدالله شجاعي امریکا غږ ته وویل چې په ګیرو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او تراوسه لا هم دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

هغه په دې هکله له نورو څرګندونو ډډه وکړه.

د غزني ولایت د ولایتي شورا غړي وایي چې طالبانو د ګیرو د ولسوالۍ د جګړې لپاره د زابل او پکتیکا ولایتونو څخه هم وسله وال استولي دي.

خو پخپله طالبانو د ګیرو د ولسوالۍ د جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د غزني ولایت د افغانستان د ناامنو مرکزي ولایتونو څخه دی، چې له تیرو یوولسو کالو راهیسې ددغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.